که مو د زړه رګونه بند وي، تره تېزک وخورئ!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: نسیمه محمدي
تره تېزک یو کلن بوټی دی، چې جګوالی یې شل تر دېرش شانتي مترو ته رسېږي او خام، خوړو ته خوند ورکولو لپاره او دم شوی بڼه کارول کېږي.
نیازي فرد، چې د کرنې څېړنیز مرکز غړی دی وایي، د تره تېزک د پاڼو پر مخ د سپینو لکو شتون د ناروغۍ لامل دی او له خوړلو یې باید ډډه وشي.
نیازی وړاندې وایي، تره تېزک ته په محلي ژبه کې تره تېزک ویل کېږي( یو له صحرایي خودرویه«په خپل سر شین کېدونکي» او پسرلنیو بوټو څخه شمېرل کېږي، چې اومه د ترکارې په ډول او خوړو سره د سلاد په بڼه خوړل کېږي).
نوموړي وویل: تره تېزک د رګونو او شعریه عروقو خلاصوونکی اغېز لري، په ځانګړي ډول د زړه په رګونو او شعریه عروق اثر.
د نیازي په وینا تره تېزک یو کلن صحرایې بوټی دی، چې جګوالې یې نېږدې نیم متر ته رسېږي او اومه، د چاشني او دم شوی چای په ډول خوړل/ څښل کېږي.
نیازي، ګل، پاڼه، مېوه او دانه د دې پسرلنۍ سبزي مهمې برخې یادوي، چې د درملو په ډول ترې ګټه اخېستل کېږي.
نیازي فرد، د ثور او جوزا میاشتې د دې وحشي ترکاري د حاصل اخېستلو وخت ګڼي.
نیازي د سپینو لکو شتون د تره تېزک په پاڼو د ناروغۍ لامل وباله او باید ونه خوړل شي.
تره تېزک( شاهي) خوراکي ترکاري ده، چې علمي نوم یې لېپدیوم سایتوم دی.