په دې ټکو سره، خپلو ماشومانو ته رښتینولي ور زده کړئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
په بشپړه توګه تاسو هم د نورو میندو او پلرونو په څېر د خپلو ماشومانو له دروغ ویلو څخه بېزاره یاست او خوښېږي مو، چې هر څه ژر دا بد عادت له هغوی څخه لرې کړئ.
ښایي ځینې والدین داسې تصور وکړي، چې دروغ ویل، د ماشومانو په خټه کې اخګل شوي دي او دا د والدینو دنده ده، د دې لپاره، چې په دروغو باندې د هغوی د روږدي کېدلو مخه ونیسي، هغوی د خپلې دروغ وینې لپاره ګواښي او رټي یې. حقیقت دا دی، چې ډېری وخت والدین په خپله د خپل ماشوم د دروغ وینې لپاره زمینه برابروي.
دا هغه تېروتنه ده، چې والدین یې کوي: هغوی په ډېرې غوسې او ګواښ، له خپلو ماشومانو سره مخامخ کېږي او هغوی تورنوي. که غوسه ناک چلند وکړئ او وغواړئ وې ګواښئ، له دې چې تاسو ته رښتیا ووایي، نو وېرېږي، که د خوندیتوب احساس وکړي، نو رښتیني به وي، نو له هغوی سره نرم چلند وکړئ او پر رښتینولۍ باندې یې ټینګار وکړئ.
لاندې ځینو بېلګو ته اشاره کوو، ترڅو زموږ په موخه باندې په ښه توګه پوه شئ. داسې تصور وکړئ، دې ته مو پام شوی دی، چې یوه نهه کلن ماشوم مو له یوه ستر پلورنځي ( سوپر مارکېټ ) څخه جوس غلا کړی دی، په دې اړه تاسو ته دوې بېلابېلې کیسې وړاندې کوو:
الف:
مور: ( په لوړ او تورنیز غږ ) دا جوس دې له کومه ځایه راوړ؟
ماشوم: په خپل جیب کې مې پیدا کړ.
مور: له سوپر مارکېټ څخه دې غلا کړ؟
ماشوم: نه ما نه دی غلا کړی!
مور: خو زه پوهېږم، چې دا کار دې کړی دی، خور دې لیدلی یې، چې دا کار دې وکړ، اوس هم ماته دروغ وایې.
ماشوم: نه هغه دروغ وایي، ما نه دی غلا کړی.
مور: نو له کومه ځایه دې راوړ؟ په کومو دروغو، چې ودې ویل یو وار بیا وهل او ټکول کېږې.
ب:
مور: پوهېږم، چې یو جوس لرې، ما خو دا تاته نه و اخیستی، خور دې هم لیدلی یې، چې هغه دې له سوپر مارکېټ څخه را واخیست.
ماشوم: ( ښکته ګوري )
مور: زما اصلاً خبرې ګرځول نه خوښېږي، دا مې ستا خور ته هم وویل، خو دا ډېره مهمه خبره ده، چې بې اجازې له کوم ځای څخه کوم څه را پورته نه کړې او دا هم ډېره مهمه ده، چې یو بل ته دروغ ونه وایو، پوهېږې، چې موږ یوه کورنۍ یو او په کورنۍ کې رښتیني اوسېدل ډېر زیات مهم دي، ته باید پر ما اعتماد وکړې او زه باید پر تا.
ماشوم: ما کومه موخه نه درلوده، خو ناڅاپي داسې وشول.
مور: پوهېږم ګرانه، چې شیطان تېر ایستی یې، خو زه په تا باندې ویاړم، چې رښتیا دې راته وویل، دا ډېر سخت کار دی، اوس راځه، چې په ګډه سوپر مارکېټ ته لاړ شو، ترڅو جوس یې بېرته ورکړې.
په لومړۍ کیسه کې، مور خپل ماشوم دروغ ویلو ته اړ کوي او په داسې مواردو کې، ډېری کسان انکار کوي او ځانته دفاعي حالت غوره کوي، ځکه چې رښتیني اوسېدل یې په زیان تمامېږي.
په دویمه کیسه کې، مور په ډېره ښه توګه موضوع له خپل ماشوم سره شریکوي او داسې چلند کوي، چې پوهېږي، ماشوم یې څه کړي دي، اوس پوهېږي، چې د کورنۍ د یوه ارزښت په توګه، په رښتینولۍ باندې ټینګار وکړي او خپل ماشوم ته توضیحات ورکړي، چې دا درک کوي، هغه ته د رښتینولۍ درس ورکړي.
د هر چا لپاره او په هر عمر کې رښتینی اوسېدل زړورتیا غواړي، له دې امله دا د والدینو دنده ده، چې خپلو ماشومانو ته ورزده کړي، چې د رښتیا ویلو لپاره، زړور واوسي.
لاندې درې ټکو ته اشاره کوو، چې مرسته کوي، خپلو ماشومانو ته رښتینولي ورزده کړئ:
۱ ـــ له کوچنيوالي څخه، په کورنۍ کې له خپلو ماشومانو سره د رښتینولۍ په اړه خبرې وکړئ، هغوی ته دا ووایئ، چې دا ستاسو لپاره ډېره زیاته مهمه ده، چې وکولای شئ، تل د رښتیا د اورېدلو لپاره په یو بل باندې حساب وکړئ، حتا که ډېره سخته هم وي. که د والدینو او اولادونو ترمنځ رښتینولي نه وي، نو په کورنۍ کې به اعتماد او نږدېوالی شتون ونه لري. رښتینولي د کورنۍ اړیکو، اعتماد او متقابل درنښت اساس او بنسټ دی، خپلو اولادونو ته ووایئ، چې له هغو څخه د ملاتړاو دفاع  لپاره، هر کار مو چې په توان پوره وي، نو ترسره کوئ به یې، حتا لپاره یې جنګېږئ هم، خو که چېرې پوه شئ، چې تاسو ته یې دروغ ویلي دي، نو په اړیکه کې به مو په بشپړه توګه بدلون رامنځته شي، کله چې اعتماد له منځه لاړ شي، نو ډېر وخت ته اړتیا ده، چې یو ځل بیا رامنځته شي.
۲ ـــ نه یوازې په خپلو خبرو کې، بلکې د خپل ژوند په ډول کې هم د خپلو ماشومانو لپاره یوه رښتینې بېلګه واوسئ، که خپله له خپلو ماشومانو سره رښتیني ونه اوسئ، نه شئ کولای، چې له هغوی څخه تمه ولرئ، ترڅو تاسو ته رښتیا ووایي. د هغو پوښتنو په غبرګون کې، چې له تاسو څخه یې کوي، هڅه وکړئ، چې د دروغ ویلو پرځای، لنډ توضیحات ورکړئ او له عمر سره سم یې ځواب ورکړئ، خو که هغوی ته دروغ ووایئ او کله چې د رښتیا له ویلو څخه شرمېږئ، نه شئ کولای، چې له هغوی څخه تمه ولرئ، کله چې ورته رښتیا ویل ډېر سخت دي.
بدیهي ده، چې هم والدین او هم اولادونه کولای شي، د خپل ځان لپاره ځانګړی ژوند ولري او د خپل ځانګړي ژوند د جزئیاتو د شریکولو لپاره، د تېر په اړه مسایل، چې لا هم ورسره لاس و ګرېوان یاست یا بل هر څیز، چې ترې وېره لرئ، باید برید وټاکئ. موخه مو باید د آزاد چاپېریال را منځته کول وي، چې هېڅ پټ پټونی شتون ونه لري او ټول د رښتیا ویلو لپاره د هوساینې او آرامتیا احساس وکړي.
۳ ـــ هغوی ته دا څرګنده کړئ، چې ستاسو تر ډېره ټینګار د هغوی په رښتینولۍ باندې دی، نه د نارښیتنولۍ له امله په وهلو او ټکولو باندې. هو کولای شئ، چې د خپل ماشومانو د دروغ وینې لپاره، پایلې په پام کې ونیسئ، خو اړینه ده، چې د هغوی لپاره توضیحات وړاندې کړئ، چې رښتیا وینه به یې ورته ګټه هم ولري. که وغواړئ د زور او ګواښ له لارې د هغوی له خولې څخه رښتیا خبره را بهر کړئ، نو ډاډه اوسئ، چې بل ځل به رښتیا ونه وایي، که اوس هم اړینه ګڼئ، چې د رښتیا ویلو سره بېره د هغوی لپاره سزا په پام کې ونیسئ، نو دا کار په ډېرې ځیرکتیا او نرمښت سره ترسره کړئ، په هغې سزا سر بېره، له رښتینولۍ څخه یې مننه وکړئ.
ټول انسانان د رښتیني اوسېدو وړتیا لري، که دا کار تمرین نه کړئ، هم تاسو او هم اولادونه به مو په دې باندې روږدي شئ، چې د حقیقت یوه برخه پټه کړئ او ځکه چې ډېر آسانه کار دی، چې ډېری وخت مصلحتي دروغ ووایئ.
تاسو د یوې مور او یا هم د یوه پلار په توګه فرصت لرئ، چې له خپلو اولادونو سره مرسته وکړئ، ترڅو رښتینولي زده کړي. هېڅکله خپل معیارونه مه راټیټوئ، خو دا باید درک کړئ، چې هغوی نه شي کولای، تل ښه او غوره واوسي.