ژباړه: نسیمه محمدي
څرنګه چې پوهېږئ توت له پخوا وختونو څخه، دوه ډولونه لري. یو ډول یې خواږه او سپین توت او دویم ډول یې تروش او تور توتان دي، چې ( شاه توت) نومېږي.
د توتانو له مېوې او پاڼو څخه د ورېښمو چینجو د ودې او تغذیې لپاره ګټه اخېستل کېږي. د خوږو توتانو مزاج ګرم او لوند دی، چې د انسان بدن لپاره تر ټولو غوره طبع ده او شاتوت رطوبت او سوړوالي ته مایل دی. توت په بدن کې سالمه وینه تولیدوي، چې د وینې د کمښت درملنې او د وینې تصفیې لپاره ګټور دي او مغز ته رطوبت رسونه کولای شي د مغز آراموونکي وي.
د توتانو د وچو شویو پاڼو او د زیتونو د غوړو له جوړ شوي مرحم څخه د سوځېدلو پوستکو د درملنې او همدارنګه د د سینې د نرمښت، توخې درملنې، ساه بندۍ، د توبرکلوز زیانونو او د سینې او توخي اړوند ټولو نارامیو لپاره له دم شوي چای کار اخېستل کېږي.
د خولې دپولۍ او زخمونو، دستوني او حلق د التهاب کموالي لپاره د توتانو د اوبو غرغره ګټه لري او د توت پاڼو پوډر او سرکه د بدن د وینځلو لپاره ښه پاکوونکي په توګه کار کوي.
د پخوا څخه د چینجو دفع کوونکي حتی د کدو دانې چینجي له منځه وړلو لپاره د خلکو تر منځ مروج دي. د معمولي چینجو له منځه وړلو لپاره د توت ونې ۱۵ ګرامه ريښه په ۲۵۰ ګرامه اوبو کې کې جوش او سهار په نهاره وڅښئ.
البته په ځينو خلکو کې د سر درد او د بعضو د معدې لپاره مضر دي. شېخ ابو علي سینا په خپل کتاب قانون طب کې لیکي: ( سپین توت جلاب او د قبضیت لرې کولو لپاره ښه دي لکه څرنګه چې ادرار ډېروونکي دي، د بدن په پاکولو کې مؤثر دي. د خوړو وروسته له معدې ژر تېر، خو په کولمو کې ځنډېږي. د معدې لپاره مضر دي او باید له ډوډۍ مخکې وخوړل شي. د توتانو د زیان دفع کولو لپاره له خوړو ورسته سکنجبین جوش او وڅښئ).
سپین توت د شکرې ناروغۍ له منځه وړونکي دي. همدارنګه د سپینو توتانو د ونې له پاڼو او مېوو او حتی ورېښمو څخه د اعصابو آراموونکو او د ونې د کنډ څخه یې د رواني ناروغیو د درملو په توګه یادونه کېږي.
د سپینو توتانو د پاڼو د ځوښې اغېز د فزیوټراپۍ په وروستیو څېړنو کاردیو اسکولر، شکر ضد، مېکروب ضد، سرطان ضد، د وینې د غوړ کموونکي، انتې اوکسېدان، انتې انتروجنېک او التهاب ضد اغېز څرګند شوی دی.
په یوه څېړنیز مرکز کې په روغو موږکانو کې د سپینو توتانو خوړو کوم بدلون لامل نشو، خو په شکر اخته موږکانو کې د وینې د غوړ او قند د کموالي لامل شويدي. دا چې دا پاڼې په پرېمانه توګه شته، نو د وینې قند د درملو جوړولو لپاره به ډېره مرسته وکړي.