د وچو توتانو له ګټو خبر یاست، دلته یې ولولئ؛

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
  • ژباړه: نسیمه محمدي

توتان ډېره رنګینه او متنوع کورنۍ ده له دې ډلې سپين توتان، شاه‌توت، تمشک، بلوبري او… چې د بدن لپاره ګټه لري، سپین توتان د بدن لپاره یو له ډېرو ګټورو مېوو څخه دي، سپین توتان په تازه او وچ ډول خوړلی شو.
سپين توتانو څخه د کیک او خوږو خوړو د ډیزاین  لپاره، د مستو سره د ناشتا، د چای  او نورو څښاکونو د خوند لپاره کارولی شو.
سپین توتان د آنتوسیانین او رزوراترول په څېر آنتي اوکسېدان، چې دواړه د التهاب ضد، د وینې فشار کموالي، د قلبي عروقي ناروغیو مخنیوي، د وینې جریان ښه‌والي او د پوستکي د ځوانېدو لپاره دي.
په سپینو توتانو کې موجود فیبر د هضمي سیسټم روغتیا، د وینې قند کمول، د شکر او چاغوالي د مخنیوي لپاره غوره سرچینه ده.
که کمحوني او یا د ورځنیو چارو ترسره کولو لپاره د انرژۍ کمښت لرې کولو لپاره، د دې مېوې په ځانګړې توګه په وچ ډول خوړلو سره دا ستونزه حلولی شو.
وچ توتان د اوسپنې او پروټینو بډایه سرچینه ده او د کمخونۍ د درملنې او د بدن د اړتیا وړ انرژۍ ترلاسه کولو لپاره، له چاغوالي پرته ګټه اخیستلای شو.
download (2).jpg
سره د دې ټولو ګټو باید توت له خوړو وړاندې ښه ووینځل شي، همدارنګه وچ توتان هم یوازې له غوره پلورن ځایونو ترلاسه کړو، ځکه ډېر ژر چینجي کوي.
ښه ده چې توتان په کور کې وچ شي او لنډه موده کې مصرف شي، او د بل ځل لپاره په یخچال یا فریزر کې وساتل شي.
د شکر ناروغان باید د توتانو په خوړلو کې استاندرد حد په پام کې ونیسي، ځکه امکان لري شکر ناروغانو کې د ګلوکوز د لوړېدو سبب شي.
د توتانو نور ډولونه په ګټو کې د سپینو توتانو سره ورته دي او د انتي اوکسېدان د ترکیب د لرلو په دلیل، کولای شي له زیاترو ناروغیو او په سرطان د اخته کېدو په وړاندې له بدن څخه ساتنه وکړي.