په مجازي نړۍ یا اپلیکشنونو کې نن سبا ټیک ټاک په نړۍ کې ډېر مینهوال لري. ډېری ځوانان او پیغلې دا اپلکشن کاروي.
هر څوګ کوښښ کوي چې د دغه اپلکیشن له لارې ځان ته مینهوال راټول کړي. د خپلې پاڼې تلپاتې او دایمي مینهوال وساتي.
ځینې پیغلې او مېرمنې د خپل حسن په جادو سره غواړي د دغه اپلکشن له لارې خلک متاثره کړي، د دوی تلپاتې مینهوال پاتې شي. ځینې نور؛ د نورو سندرغاړو مشهورې سندرې وايي یا لبسنګ ورسره کوي. حتا تر دې چې ژړغونې څېرې، سندرې او اشعار هم د دوی لخوا ویل کېږي.
ځینې د خلکو پر شنډو خندا راولي او په دې ډول دوی خپل مینهوال یا فالورز ډېروي، خو په پایله کې ټول د ټیکټاک ویډیو جوړونکي د خپلو مینهوالو د (لایک) غوښتونکي دي او بس.
د دې پوښتنې ځوابولو لپاره، چې ولې هر ټیکټاکر د لایک غوښتونکی دی، د دوی ویډیو که چېرې ډېره وکتل شي، د دوی پکې څه ګټه او تاوان دی؟
د دې پوښتنو ځوابولو لپاره د پاکستان څو مشهور ټیکټاکران مو تر نظر تېر کړي او د ټیکټاک له لارې مو د دوی عایدات څرګند کړي دي.
د اسلام اباد مانیټرنک وېبپاڼه لیکي:
“د ټیک ټاک اپلکیشن په پاکستان کې ځینې نوي داسې ستوري راژوندي کړل چې دغو اشخاصو په نورو لارو کې هېڅ ډول چانس نه درلود.
دوی لمړی ځانونه د شهرت لوړو پوړو ته ورسول او بیا ورسته د لويو کمپنیو د اجناسو په مشهورتیا یا اعلان بوخت شول، چې دا د دوی لپاره یوه ښه د عایدو لاره وګرځېده.“
په دا ورستیو ورځو کې ng تلویزیوني چینل د «احسن خان» تلویزیوني پروګرام کې د پاکستان مشهور ټیکټاکران رابلل شوي وو، له دوی څخه د دوی د عایداتو په هکله وپوښتل شول.
مشهورې ټیټاکرې «ریکا حق» وویل، چې د ټیکټاک له لارې تر دوه سوه زره پاکستاني کلدارو عاید ترلاسه کوي.
مجتبی لاکهاني او ایمین زمان وویل:
“دوی اوس مهال د یوه مبایل کمپنۍ سره د اعلاناتو په برخه کې مرسته کوي او د ټیکټاک د لارې دوی ته اعلانات یا مشهورتیا خپروي او هر یو د میاشتي یوسل او شپیته زره پاکستانۍ کلدارې یا عاید لري.
شیري بټ او مشعل بټ، چې خور او ورور دي، دوی وویل چې تر څلور سوه زرو پاکستاني کلدارو هم ډېر عاید/ ګټه د ټیک ټاک اپلکیشن له لارې لري.
یعنې لکه ډېری خلک چې وايي د ټیک ټاک ویډیو جوړول او یا کتل د وخت ضایع ده، داسي هم نه ده.
ځینې کسان د دې لارې د ستورو مقام ته ورسېدل او د دې په وسیله هوسا او بسیا ژوند تېروي.
د یادونې وړ ده، چې زموږ د خوست اوسېدونکي افغانه پیغله “مدینه”، چې مشهوره په “پتینګړه ” ده هم ویډیویي لنډ کلیپونه جوړوي، خپلې ټولنې ته مثبت پیغامونه پکې وړاندې کوي، په زرګونو مینهوال لري او په خپلو ډېری مرکو کې یې خپلو هېوادوالو باندې غږ کړئ:
“له بېکاره کېناستلو، جنګ جګړو، غیبت کولو، بې ځایه وخت صایع کولو غوره ده، چې خپل موبایل راواخلئ او یوه ښایسته ویډو جوړه او خپلو وطنوالو ته یې د ګټې او زدهکړې په موخه وړاندې کړئ، تاسې به هم ګټه ولرئ.”
خو پټینګړه ځکه ټیکټاک ته ویډو نه جوړوې چې بیا څوک پوښتنه یا انتقاد ونه کړي.