ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
پرون په ای پي ايل ليګ کې دوې لوبې ترسره سوې.
په لومړۍ لوبه کې کلکتې په سوپر اوور کې حيدر اباد ته ماته ورکړه او په دويمه لوبه کې پنجاب تر دویم سوپر اوور وروسته ممبی ته ماته ورکړه.
تر ټولو جالبه داده چې دواړې لوبې په سوپر اوورونو سره پایته ورسېدې او دا د ای پي ايل په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په یوه شپه درې سوپر اووره ترسره کېږي.
fb img 16030534707423989500727826714728 ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه
د کلکتې په وړاندې حیدراباد د لوبې پچه وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه يې وکړه.
کلکتې وکولای سوه چې په پوره ۲۰ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډې هدف وټاکي.
img 20201018 1444143651327252947687463 ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه
شبمان ګېل ۳۶، ايون مورګن ۳۴، رانا ۲۹ او کارتيک هم ۲۹ منډې وکړې.
د حيدراباد لپاره ناتراجن ۲، همدرانګه راشدخان، شنکر او ټامپي يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د کلکتې د ۱۶۴ منډو هدف په تعقیب د حيدراباد لپاره ډېويډ وارنر ۴۷، بيرسټو ۳۶، ويليمسن ۲۹ او عبدالصمد ۲۳ منډې وکړې.
img 20201019 0056304232641185184557300 ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه
د کلکتې د توپ اچوونکو څخه فیرګسن ۳،کمینز،ماوي او ورن يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د کلکتې او حيدراباد لوبه ستوپر اوورته ولاړه.
په سوپر اوور کې چې د کلکتې لپاره کلدیف یاداو ترسره کړ، ډېويډ وارنر او عبدالصمد د ۳ منډو هدف وټاکی چې کلکتې د راشد د توپ اچوونې په وړاندې په څلورم توپ پوره کړ.
fb img 16030535873092677711032793605502 ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه
د ۳۶مې لوبې ټاس بيا ممبی وګټی او پنجاب ته یې د توپ اچوونې بلنه ورکړه.
د ممبی لپاره تر ټولو ډېرې منډې ډيکوک ۵۳، کرونال پانډيا، او پولارد ۳۴ وکړې.
د پنجاب لپاره محمد شمې او ارشديپ سينګ دوې دوې، همدارنګه بیشنو او جوردن يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
img 20201019 0050232275589161056154434 ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه
د ۱۷۷ منډو هدف په تعقيب د پنجاب لوبډلمشر غوره توپوهنه ترسره کړه.
د پنجاب لپاره لوکېش راهول ۷۷ ،کریس ګېل ۲۴ او پوران هم ۲۴ منډې وکړې.
د ممبی لپاره بومرا ۳ او چاهار ۲ ويکټې واخيستلې.
بولټ وکولای سوه چي په لومړيو کې پنجاب له بريا راوګرځوي او لوبه يې په غوري توپ اچوونې سره سوپر اوور ته يووړه.
fb img 16030519877306264457031232756751 ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه
د سوپر اوور لپاره ممبی بومرا وټاکی چې راهول،پوران او هودا ۶ منډې هدف وټاکی،خو محمد شمې د روهيت شرما او ډيکوک په شتون کې د سوپر اوور د ۵ منډو دفاع وکړه او خبره بل سوپر اوور ته ودرېده.
خو په دويم سوپر اوور کې ممبی د هاردیک پانډيا او پولارد په توپوهنه ۱۲ منډې هدف وټاکی خو دا ځل پنجاب کريس ګېل او اګروال د سوپر اوور لپاره انتخاب کړه چې په يوې شپږېزې او دوو څلوريزو سره پايته ورسېدی.
img 20201019 0153301206058657796009143 ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه
پنجاب په دویم سوپر اوور کې ممبی ته ماته ورکړه.
ممبی د جدول په دويم،کلکته په څلورم،حيدراباد په پنځم او پنجاب په شپږم ځای کې قرار لري.
fb img 16030574285117705441110153635248 ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه
نن ماښام شپږنيمي بجې د راجستان او چينای لوبه ده.