د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې د نړۍ په کچه مشهورې او له اسانتیاوو برخمنې سیالۍ دي.
په دې لوبو کې لوبغاړو ته د لوبېدو په بدل کې د لوبغاړي د وړتیا او مشهورتیا پر بنسټ پېسې ورکوي.
کوم لوبغاړي چې په نړیوال کرکټ کې ښه نوم لري او ښه لوبېږي، په دې لوبو کې یې د لوبېدو او پېسو ګټلو چانس زیات وي.
له تېرو درې کلونو راهیسې درې افغان لوبغاړي هم په دې لوبو کې اخیستل شوي او د نړۍ په کچه لا مشهور شوي دي.
دلته د ځېنو هغو لوبغاړو نوملړ وړاندې کوو، چې په یاد لیګ کې تر نورو ډېرې پېسې ګټلي دي.
ایم اېس ډوني
ایم اېس ډوني چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په آی پي اېل کې لوبېږي او په د چینای سوپرکېنګز لوبډله یې رهبري کړې ده، د دې لوبډلې لپاره با ارزښته لوبغاړی بلل کېږي.
نوموړي درې ځلې یاده لوبډله تر اتلولیو رسولې ده.
هغه د آی پی اېل له طریقه ۱۳۷ کروړه هندي روپۍ ګټلي دي.
روهېټ شرما
روهېټ شرما چې د ممبيي انډیئنز لوبډلې اوسنی لوبډلمشر دی، پنځه ځلې یې د آی پي اېل اتلولۍ ګټلي دي.
ده د آی پي اېل له لارې ۱۳۱ کروړه هندي روپۍ ګټلي دي.
ویرات کولي
دی چې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر دی، د کرکټ نړۍ کې مشهور لوبغاړی دی.
ده ۱۲۶ کروړه هندي روپۍ ترلاسه کړي دي.
سورېش رېنا ۹۹ کروړه، ګاتم ګمبیر ۹۴ کروړه، ای بي ډیویلیرس ۹۱ کروړه، یوراج سېنګ ۸۴ کروړه، سونېل نرېن ۸۲ کروړه، شېن واټسن ۷۷ کروړه او روبېن اوتاپا ۷۵ کروړه هندي روپۍ ترلاسه کړي دي.