د تیسارا پریرا تازه مرکه، پکې جالیبې خبري یې او لوبو ته یې کتنه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړي تیسارا پریرا وړمه ورځ د هر ډول نړیوالو سیالیو سره مخه ښه وکړه او تازه یې د کریک ایسفاین سره په یوې مرکه کې ویلي، ځکه یې مخه ښه وکړه، تر څو ځوانو لوبغاړو ته موقع برابره سي.

 

د کریک ایسفاین سره د تیسارا پریرا مرکه

 

لومړۍ پوښتنه: تاسو له هم یوازي ۳۲ کلن یاست، ولي مو د نړیوالو سیالیو سره مخه ښه وکړه؟

ځواب: ما د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې سره ۱۲ کاله کرکټ وکړ، ددې وخت دی، تر ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي. کله چي یو ځوان لوبغاړی نړیوال جام ته چمتوالی نیسي، نو یو څه وخت ته اړتیا ده. نو ځکه مي دا غوره وبلله، تر څو زه مخه ښه وکړم او ځوان لوبغاړي داخل سي، تر څو ښه چمتوالی نړیوال جام ته ونیسي.

 

دویمه پوښتنه: ددې احتمال سته، چي سریلانکا لوبډله دي شل اوریزه نړیوال جام ته ځانګړی پلان نیولی وی، خو تاسو ولي ورڅخه مخه ښه وکړه؟

ځواب: دوی ماته د خپلو پلانونو په اړه ډېر څه نه دي ویلي، زه یوازي پوهېږم، چي دوی د یو ورځنیو لوبو څخه ډېر لوبغاړي لري کوي، نو ما هم فر کاوه، چي دا غوره ده، چي د شل اوریزه سیالیو په نړیوال جام کي زما پر ځای یو ځوان لوبغاړی ولوبیږي.

 

درېیمه پوښتنه: تاسو د نړیوال جام کولو خوب نه لری؟

ځواب: ما یو څه موده مخکې دا فکر کاوه، چي پرېږدم، تر څو یو بل نړیوال جام کې هم ولوبېږم، خو زما د ژوند تر ټولو لویه خاطره دا وه، چي په ۲۰۱۴م کال کې نړیوال جام مو زما د ښې توپوهنې په مټ د هندوستان څخه وګاټه. زه اووه کلن وم، کله چي ارجنوزناتنګا په ۱۹۹۶م کال کې په یوې څلوریزې سره نړیوال جام وګاټه او دا هغه ځای دی، چي زما په ژوند کي یې په کرکټ پيل وکړ.

 

څلورمه پوښتنه: تاسو په وروستیو پنځه کلونه کې ښه کرکټ ونه کړ ولي؟

ځواب: ناکامي هر چاته پېښیږي، ځیني وختونه وي، چي تاسو په لوړه برخه کي اوسي او ځیني وختونه بیا دا وي، چي د زینې په کښته برخه کي اوسي. دا د ژوند یوه عادي برخه ده. کله چي زه په کښته برخه کي وم ما تر ټولو غوره هڅه وکړه، چي پرمختګ وکړم. خو زه فکر کوم، چې ما د خپل هیواد لپاره ډېر څه کړې دي. دلته ډېر ریکارډونه شته چي ما خپل هیواد ته ترلاسه کړې دي.

 

پنځمه پوښتنه: تاسو د خپل هیواد لپاره په وروستۍ ټیسټ لوبه کې ښه ولوبېدلاست، آیا دا احساس نه کوی، چې په دې فارټ کې باید ډېر چانس درکړل شوی وای؟

ځواب: هو ما له هغې لوبې وروسته هیڅ چانس ترلاسه نه کړ، چې په ټیسټ فارمټ کې ولوبیږم. زه ددې په اړه ډېر څه نه وایم.

 

شپږمه پوښتنه: د سریلانکا په کرکټ ملې لوبډله کې به مو په زړه پوري یادونه څه وي؟

ځواب: ما خپل د کیریر په پيل کې د ۲۰۱۱م کال د کرکټ نړیوال جام سره مینه وه، کله چې زه وتوانېدم په خپل انینګز کې د یوې شپږیزې په مټ د ۲۰۱۴م کال شل اوریزه نړیوال جام وګټم، نو هیڅکله مې دا شېبه نه هېریږي. زه د اسیا په سطحه لومړنی لوبغاړی شوم، چې په دواړه جامونو کي هیټریک وهم. دا هر څه به تل زما په یاد کې وي.

 

اوومه پوښتنه: ستاسو کومه خپله په زړه پوري توپوهنه یاده ده؟

ځواب: هو کله چې مې د نیوزیلینډ خلاف په ۲۰۱۵م کال کې ۱۴۰ منډې وکړې. زه په اووم نمبر راغلم. سریلانکا د ۲۵ اورونو وروسته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۱منډې کړې وې، چې زما د ښې توپوهنې په مټ موږ ۳۲۰ منډو ته ورسېدلو. خو موږ لوبه وبایلله او د یادي لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ماته راکړل شوه، دا خورا جالیبه وي، چې په بایلونکې لوبډله کې یو لوبغاړی د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل کیږي.

 

 

د تیسارا پریرا لوبې

 

پریرا د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې لپاره د ۲۰۰۹م کال څخه بیا تر ۲۰۲۱م کال پوري کرکټ وکړ، چې په یادو کلونو کې یې د خپلې ملې لوبډلې لپاره ۶ ټیسټ، ۱۶۶ یو ورځنۍ او ۸۴ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې.

هغه په ټیسټ لوبو کې ۲۰۳ منډې او ۱۱ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۳۳۸ منډې ۱۷۵ ویکټې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۲۰۴ منډې ۵۱ ویکټې اخیستې دي.