نابغه ګان څه ډول فکر کوي؟!

سپینه تجريدي ډیزاین

ایا تراوسه مو په ذهن کې دا پوښتنه را ټوکېدلې، چې نابغه څه ډول فکر کوي؟
یا لویو مفکرانو او پوهانو څه ډول فکر کاوه؟
د انشټین په څېر پوهانو د تفکر لپاره څه ډول ستراتیژي کاروله؟
زه درته وایم. تاسې مجبور نه یئ، چې حتما باید نابغه ګان شئ او د هغوی په څېر فکر وکړئ. تاسې د خپل فکر، توان او خلاقیت د پیاوړتیا لپاره بېلابېلې ستراتیژۍ او ذهني وړتیاوې کارولای شئ.
ستونزو ته له بېلابېلو اړخونو وګورئ او داسې نوي نظرونه انتخاب کړئ، چې نور یې نه کاروي.
لیوناردو داوینچي په دې باور و، چې د یوې ستونزې په اړه د علم د حصول په موخه باید دا یاد کړئ، چې څنګه دغه ستونزه په بېلابېلو لارو ورغوئ. هغه به ویل، چې له ستونزې سره یې لومړنی چلند متعصبانه و. همدا لامل و، چې ستونزې یې له مختلفو اړخونو ارزولې.
انشټین به، چې کله د یوې ستونزې پر حل غور کاوه، کوښښ یې کاوه، چې موضوع په څو مختلفو لارو وڅېړي. هغه به حل لارې انځورولې. باور یې درلود، چې کلیمې او اعداد د ستونزې په اواري کې هومره مهم رول نه لوبوي.
د نابغه ګانو یوه مهمه ځانګړنه تولید او ایجاد دی.
توماس اډیسن د اختراع د ثبت ۱۰۹۳حقونه درلودل. هغه په خپل فکر او تدبیر سره د اختراع شویو توکو ګټورتوب تضمین کاوه. د کالیفورنیا پوهنتون استاد دین کیت د تاریخ د ۲۰۰۰ مخترعانو په مطالعې سره ثابته کړه، چې غوره پوهانو نه یوازې دا، چې اثار پنځول، بلکې بد او بې ګټې اثار یې هم درلودل. هغوی له ماتې نه وېرېدل او تر هغه به یې هڅې کولې، چې یوه ستر بري ته به ورسېدل.
تاسې به یوه غوره کار وکړئ. یوڅه به اختراع کړئ، یو مهم اثر به ولیکئ او یا کومکه بله مهمه کارنامه به وکړئ، ډېر خلک به باور نه درباندې کوي. لېونی به مو بولي، له تحقیر او توهین سره مخ کیږی، خو دا چارې باید ستاسې روحیه ونه ځپي، ځکه له همدې ځایه به یا تاسې د بریالیتوب لوړو پوړیو ته رسیږی او یا به په خپل ځان کې شته وړتیاوې، ظرفیت او خلاقیت په خپله وژنئ.
د ښه فکر او د فکر د عملي کولو لپاره تر ټولو مهم څیز پرله پسې هڅې او د ماتې پر وړاندې مقاومت دی. که یوه لاره مو کار ورنه کړي، له بلې لارې یې پیل کړی، که دې هم کار ورنه کړ، په بله متبادله لار فکر وکړئ. که ماتیږی او فکر کوی، چې هېڅ مو هم نه دي ترلاسه کړي، دا په خپله د ماتې منل او د پرمختګ د بهیر شنډول دي. کانکور ته تیاری نیسی، خو په کانکور کې نه بریالي کیږی، دا کله هم په دې معنا نه ده، چې ستاسې د کانکور تیاری بې ګټې و. تاسې ګټور کار کړی او په دویم ځلي هڅو به له لومړۍ ښې نتیجې ته رسیږی.
( ژباړه)