د پوزې/ دماغ وینې کېدل او د مخنیوي لارې چارې

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: نسیمه محمدي

د پوزې وینه کېدل معمولاً جدي ستونزه نه ده. له ځینو ټکو سره د پوزې له وینې کېدو مخنیوی کولای شو. وړاندې څو ټکي راخلو.
تل د پوزې له وینه کېدو مخنیوی نشو کولای، خو د ځینو کړنو سره دا ستونزه کمولای شو.
پوزه باید تل مرطوبه/ لنده وساتل شي. شاید د پوزې وچوالی د وینې بهېدو لامل شي، نو د غوږ پاکولو پلتو سره د ورځې درې ځله په واسلین پوزه غوړه شي. خاصتاً له خوب وړاندې. همدارنګه باسیتراسین/ اسپورین هم کارولای شو. (د غوږ پاکولو پلته باید ډېره پوزې ته دننه نشي)
روزانه ۲ – ۳ ځلې د مالګین سېروم او قطرو کارول د پوزې په لمده ساتلو کې درسره مرسته کوي.
دا درمل له درملتون/ په کور کې چمتو کېږي. په کور کې د دې لپاره د چای څښلو یوه قاشغه مالګه، په یوه لیټر اوبو کې اضافه او د ۲۰ دقیقو لپاره پرېږدو چې جوش او بیا تړمې شي او پوزه ورسره ووینځل شي.
د بخار دستګاه کارول؛ وچه هوا د پوزې په ماتېدو/ وینه کېدو کې رول لري.
سګرټ مه څکوئ؛ د دخانیاتو کارول د پوزې د وچوالي او تحریک لامل ګرځي.
پوزه په زوره مه فِش کوئ.
په پوزه کې د وسایلو/ ګوتو له وهلو باید ډډه وشي.
د آلرژۍ او ذکام ضد درمل ډېر کارول پوزه وچوي، نو زیات نه کارېږي. کله کله د ځینو خاصو درملو کارول د پوزې خونرېزي لا زیاتوي، چې په اړه یې له روغتیاپال سره مشوره اړینه ده.
په خلاصه خوله پرنجې؛ د فعالیتونو ترسره کولو پر وخت خولې او پوزې ته د زیان رسېدو امکان وي، نو له محافظتي وسایلو کار اخیستل مهم دي.
خپل او د ماشومانو نوکان باید وخت پر وخت لنډ کړو.
څنګه د پوزې خونریزي ودروو؟
د پوزې د وینه کېدو پر وخت دغه چارې ترسره کول مرسته کوي:
باید آرام واوسو، وارخطايي حالت لا خرابوي.
ویده کېدل ښه نه دي یا سر باید د پښو ترمنځ ونه نیول شي. د خونریزۍ پر وخت باید سیده کېنو او خپل سر مخ لورته متمایل کړو. دا کړنه ستوني ته د وینې بهېدو مخه نیسي، چې د بهېدو په صورت کې د استفراغ، نس ناستې او زړه بدۍ سبب کېدای شي.
د شهادت او غټې ګوتې(شصت) سره پوزه د ۵ – ۱۰ دقیقو پورې، نیول او د خولې له لارې تنفس.
د یخ/ کنګل څخه ګټه اخیستل؛
د وینې بهېدو وروسته باید پوزه فِش یا لمس نشي. کنه د بیا ځلي وینې کېدو لامل ګرځي. د بیا ځلي وینه کېدو په صورت ورو پوزه فِش، تر څو د وینې لختې بهر شي. همدارنګه د پوزې د احتقان ضد درمل لکه اکسي میتازولین دې وکارول شي. د اسپرې له کارولو وروسته، پوزه د ۵ – ۱۰ دقیقو پورې ونیول شي او د خولې له لارې تنفس وشي. د وینې د نه درېدو په صورت کې باید روغتیاپال ته مراجع وشي.
یادونه: د احتقان ضد اسپرې باید د ډېر وخت لپاره ونه کارول شي.
مخنیوی؛
کوم وخت باید روغتیاپال ته ورشو؟
په دغه مواردو کې باید روغتیاپال سره مشوره وشي؛
که خونریزي د ۱۵ – ۲۰ دقیقو پورې بنده نشي؛
وینه بهېدنه چټکه وي/ له یو ګیلاس زیاته وینه ضایع شي؛
د تنفسي ستونزو لامل شي؛
د زیاتې وینې تېرولو له امله، د استفراغ پیدا شي؛
د پوزې وینه کېدل د وهلو/ ضربې له امله رامنځته شوي وي.
په پای کې
ځینې چارې لکه د پوزې مرطوب ساتل او سګرټ نه څکول، د دې حالت مخنیوی کوي. د پوزې وینه کول ګواښوونکې نده، سره له دې که دا ستونزه ډېره پېښېږي، د وینې د کمښت سره مخ یو؛ د وینې د نرۍ کوونکو درملو ګټه اخلو؛ د نویو درملو په کارولو دا پېښه رامنځته شوې؛ د دوه کلونو کم عمره ماشوم مو د پوزې په وینې کېدو اخته دی؛ یا هم د هېموفیلي، فون وېلبراند، لوسمي یا د پوزې تومور ستونزې لرو. نو په دې ډول حالاتو کې روغتیاپال ته ورتګ اړین دی.
سرچینه: yjc.ir