شکيب الحسن تر هندي کريکټرانو وروسته په فيسبوک کې تر بل هرچا ډېر مينوال لري.
مهندرا سينګ ډهوني،ويرات کوهلي،سچن ټينډلکر او يووراج سينګ هغه کريکټران دې چې د نړيوال کريکټ له منځه په فيسبوک کې تر ټولو ډېر فالورز لري،
خو د اسټراليا ،انګلستان،نيوزلينډ،ويسټ انډيز،پاکستان،افغانستان،سريلانکا او سويلي افريقا تر ټولو کريکټرانو بيا شکېب الحسن په فيسبوک کې ډېر مينوال لري.
شکېب د اوسني نسل د غوره الراونډرانو څخه دی او ډېر کله داسې راغلي چې په يوازې سر يې د بنګلدېش لپاره پوره لوبه ګټلې وي نو ځکه پخپل هيواد کې بې شمېره مينوال لري او د خپلو خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.
شکيب الحسن اوسمهال په فيسبوک کې تر ۱۴ ميليونه ډېر تعقيب کوونکې لري ،چې دا د کريټ په نړۍ کې د نوموړي محبوبيت په ډاګه کوي .
د کريکټ په نړۍ کې تر شکېب الحسن پیاوړي او نوموتي کرکټران سته چې د ځينو ريکارډونه يې شايد هيڅکله په کريکټ کې کوم بل لوبغاړی مات نسي کړای خو اوسمهال يې خلک په ټولنيزو رسنيو کې ډېر نه تعقيبوي.
د افغانستان د کريکټرانو له جملې څخه محمدنبي تر نورو افغان لوبغاړو مشهور دی او تر درې نيم ميليونه ډېر مينوال لري نو ځکه ورته د ولسمشر لقب هم ورکول سوی او ورپسې بيا راشدخان دی چې تر ۲ ميليونه ډېر مېنوال لري.