ايرو سلم ليګ يوځل بيا وځنډېدی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
د کرونا ويروس له کبله د ايرو سلم په نوم کريکټ ليګ وځنډېدی.
د ايرلينډ،سکاټلينډ او نيدرلينډ هيوادونو په ګډه جوړ سوی ليګ  چي تېرکال ترسره کېدی ، سږکال هم نه ترسره کېږي.
ايروسلم ليګ چې باید راتلونکې اګسټ مياشت کې پيل سوی وای خو مسولين يې وايي تر راتلونکي کال پوري وځنډول سو.
ددې ليګ بولۍ تېر کال ترسره سوه چې ۶ لوبډلي پکښې شاملي دي،ځيني افغان لوبغاړي هم پکښې اخيستل سويدي.
fb img 15954232936579138990622325553371 ايرو سلم ليګ يوځل بيا وځنډېدی
ددې ليګ تنظيم کوونکو څو ورځي وړاندې په يو هيله من خبر کې ويلي وو چې ډېر ژر به سلم ليګ پيل سي،خو د هيوادونو ترمنځ د پروازونو د بندښت او قرنطينونو د اوسني فصل لپاره ټول پلانونه زيانمن کړيدي.
د ايرلينډ د کريکټ اجرائيوي رئيس وارن ډيوټرم ويلي چې د سلم بورډ د زړه له کومي دې پايلي ته رسېدلی چي هدفونو ته د رسېدو لپاره باید د کرونا وبا ته په ټيټه ونه کتل سي او تر نا څرګند وخت پوري يې ځنډوو.
1d9f8326 aa45 11e9 a5e4 792fe397282f1721473459127169598 ايرو سلم ليګ يوځل بيا وځنډېدی
ده وويل موږ ددې ليګ دوام ته پوره ژمن یوو.