لیکنه: محمدصابر حمیدي
د کرکټ نړیوالې شورا نن چهارشنبه د ټیسټ سیالیو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې پکې افغانستان په لسو غوره لوبډلو کې شامل شوی او نهم مقام یې خپل کړی.
افغان کرکټ ملې لوبډله مخکي په لسو غوره لوبډلو کې نه وه، چې اوس یې یو شمېر هیوادونه شاته پرېښودل او نهم ځای یې ونیوی.
په دې تازه اعلان شوې درجه بندۍ کي نیوزیلنډ لومړی، اسټرالیا دویم، هندوستان درېیم، انګلستام څلورم، سویلي افریقا پنځم، سریلانکا شپږم، پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم، افغانستان نهم او بنګله دېش بیا په لسم ځای کې شتون لري.
افغان لوبډله په داسي مهال په غوره لسو لوبډلو کې نهم مقام ته راغله، چې په خپلو ترسره کړو څلورو ټیسټ لوبو کې یې دوې ګټلي، خو دوې یې بیا بایللي دي.
افغان کرکیټ ملي لوبډلي په یادو ۴ ټیسټ لوبو کي بنګله دېش او ایرلینډ هیوادونو ته ماتي ورکړې، خو له هندوستان او ویسټ انډیز لوبډلو څخه یې بیا ماته منلې.