راپور: صابر حمیدي
په اُردن هیواد کي د ۳۲ آسیايي هیوادونو ترمنځ د ځوانانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره سوې، چي د افغانستان د تکواندو نوي ځواني لوبډلي پکښي د ۲۹ نمرو او ۳ مډالونو په ګټلو سره پنځم مقام خپل کړی.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي په دې سیالیو کي افغان لوبغاړو یو د سپينو زرو او دوه بیا د برنزو مډالونه خپل کړل.
افغان لوبغاړو د ګډونوالو ۳۲ هیوادونو له ډلي د جنوبي کوریا، ازبکستان، تایوان، اُردن، عربستان، ایران او کویټ هیوادونه سره ولوبېدل.
په دې سیالیو کي ۹ افغان لوبغاړي په بیلابیلو وزني کټګوریو کي ولوبېدل، چي له ډلي ئې غلام مرتضی او احسان رحیمي خپلو سیالانو ته په ماتي ورکولو سره د برنزو مډالونه او فرزاد منصوري بیا د سپينو زرو مډال خپل کړ.
په دې سفر کي د افغان لوبغاړو سره د افغانستان تکواندو ملي فدارسیون مشر د لوبډلي د رئيس په توګه، مین سین هاک د لوبډلي د روزونکي په توګه، روح الله نیکپا د دوهم روزونکي په توګه او معروف قاسمي د لوبڅار په توګه ګډون درلود.
د تکواندو دا لسم پړاو وو، چي د اردن په امان ښار کي ترسره سو، چي ایران لومړی، جنوبي کوریا دوهم، ازبکستان دریم او کوربه اردن بیا څلورم مقام خپل کړ.
د یادولو وړ ده، چي د ځوانانو ترمنځ د تکواندو په تیر پړاو سیالیو کي له افغانستانه یوازي نثار احمد عبدالرحیم زي یو مډال د سپينو زرو خپل کړی وو.
هغه پړاو د قزاقستان په کوربتوب په ۲۰۱۷م کال کي ترسره سوی وو.