راپور: بشر درویش
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال احمد ضیا مسعود په تازه څرګندونو کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د ۵۰ سلنه واک ورکولو وړاندیز کړی دی.
ضیا مسعود دا خبرې په یوه بیانیه کې کړي.
هغه ادعا کړې چې طالبانو ګډ حکومت جوړول رد کړي، او زیاته کړې یې ده چې هغوی ته د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو ترڅنګ یې ۵۰ سلنه واک ورکولو وړاندیز هم کړی دی.
حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلی مسعود داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې دو شپې وړاندې افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح کور کې د یو شمیر شمالي مشرانو او متنفذینو سره لیدلي دي.
ولسمشر غني تیره اونۍ افغان ځواکونو ته یوه پيغام کې ویلي وه چې د سولې پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او تلپاتې سولې لپاره د خبرو پر وړاندې هیڅ بهانه نشته.
هغه پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې پروسه مخته بوځي.
نوموړي ویلي چې طالبان دې اوربند ومني او خبرې دې شروع کړي، څو خلک په ارامه کې ژوند وکړي.
باید وویل شي تر اوسه د بین الافغاني خبرو د پيل په اړه نوي څه نشته، ښکاري چې دا خبرې تر نامعلومه نیټې پورې ځنډیدلي دي.