ژباړه: حنیفه مومند
د تایرايد سرطان چټک او پر وخت تشخيص د دې ناروغۍ په درملنه کې ډېره مرسته کړې، نو ځکه د تايرايد سرطان تل ښکاره نښې نښانې نه لري.
“داچې څه ډول پوه شو، چې د تايرايد په سرطان اخته يو، زياته کړه، چې د تايرايد سرطان خطرناکه ناروغي ده، ځکه کولاى شي د اوږدې مودې لپاره پرته د کومو نښو نښانو څخه دوام وکړي.“
دينا همدارنګه دا، چې څه ډول دا ناروغي تشخيص کړو وويل:
“يو له دې نښو د ستوني بند والى دى، او ناروغ شخص احساس کوي، چې په ستوني کې يې څه بند پاتې دي. دا ډول احساس د يوې قاعدې له مخې د ناروغۍ په پرمختګ دلالت کوي.“
د دې ناروغۍ نورې نښې عبارت دي له: وچ ټوخى، د ساه بندي او په ستوني کې د خارښت احساس. دغه نښې په بشپړ ډول په ځنډ سره رابرسيره کېږي.
مېرمن دينا ګواښ وکړ، که دا ډول نښې ښکاره او له دوه اونيو ډېر دوام کړى وي، نو جدي طبي درملنې ته اړتيا لري.
نوموړې زياتوي، چې په لومړي پړاو کې دا ناروغي معمولاً پرته د نښو له څرګنديدلو رامنځته کېږي، خو په هر فرد کې په مختلفو بڼو وي.
سکاوا همدارنګه جنټيکي وده او ناپاکې شعاوې د دې ناروغۍ اصلي لامل ګڼل کېږي، چې دا ناروغي ډېره په ښځينه وو کې ليدل شوې ده.