راپور: شپنه سلګۍ
د جلال اباد ښار پوهنې آمریت اړوند د نازو انا لېسه کې د تشبث مضمون د زده کړې په کارونه, زده کوونکو ته دویم ځلي د خوراکي او لاسي توکو يو ورځنی نندارتون جوړ شوی وو.
تشبث مضمون, د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست او د UNIDO مؤسسې له خوا په ازمايښتي ډول, په کابل او د ننګرهار په ( نازو انا، استقلال او ننګرهار) لېسو کې له تېرو دوه کلونو راهیسې تدریس کېږي.
د یاد نندارتون پرانیست غونډه کې د ننګرهار پوهنې ریاست اداري مرستیال (سیدعیسی سادات) خبرې وکړې چې په خپلو خبرو کې يې د يادې لېسې له اداري غړو او ښوونکو, په ننګرهار کې د unido دفتر مسوول, او د ښار پوهنې آمریت د تعلیمي نظارت غړي (اسدالله صمیم) څخه منننه وکړه.
د یادې غونډې بله ویناواله د نازو انا لېسې مدیره (فریده حنانزۍ) وه، چې میلمنو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ له خپلو ښوونکو او زده کوونکو څخه منننه وکړه.
له هغه وروسته د تشبث مضمون مسئول او د تعلیمي نظارت علمي او مسلکي غړي (اسدالله صمیم) د تشبث مضمون پر ګټو او لاسته راوړنو خبرې وکړې.
له غونډې وروسته نندارتون پرانیستل شو او هر چا پکې د خپلې خوښې توکي او خوراکونه نندارې ته وړاندې کړل.
په ياد نندارتون کې چې د جلال آباد ښار اړوند د نازو انا د نجونو په لېسه کې جوړ شوى و، يو شمېر خبریالانو او د ښاري ښوونځيو د شوراګانو غړو ګډون کړى وو.