ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- د ژوندانه ترټولو لوی درس دا دی چې کله ناکله جاهلان رښتيا وايي. (وينسټون چرچېل)
۲- رښتينولۍ سره مينه ولره او تېروتنه اوبښه. ( ولټر )
۳- د يوه هېواد د شاته پاتې کېدو دوه لاملونه دي: د هوښيارو او لايقه کسانو نشتون او خصوصاً د حکومت په راس کې د همداسې کسانو نشتون. ( ولټر )
۴- په نابغه کسانو کې د تخيل د نيرو شتون يو اساسي عنصر دی. ( شوپنهاور )
۵- تجربه تل د انسان په ګټه نه وي، ځکه هېڅ يوه پېښه دوه ځلې په يوه بڼه نه رامنځ ته کېږي.
( وينسټون چرچېل )
۶- د بشر په تراژيديو کې د رياکارۍ څخه لويه ګناه بله نشته. ( فرانسيس بيکن )
۷- ناتوانه کس نشي کولی چې رښتيا ويوونکی واوسي. ( البرماکو )
۸- ترټولو بدبخته انسان هغه دی چې په نه پرېکړه کولو عادت شوی وي. ( ويليام جيمز )
۹- د ناپوهانو په پرتله بايد د متقلبينو څخه ډېره وېره وشي. ( ملکه کرېستينيا )
۱۰- انسان هغه حيوان دی چې پوهېږي، مري. ( انډره مالرو )
۱۱- بشر چې کله له هيلې، خوب او خيال څخه لرې پاتې شي، نو مړ يې وبوله ( سقراط )
۱۲- لوی سړی په خپل ځان سختي راولي او کوچنی يا کمزوری په نورو. ( کنفسيوس )
۱۳- عوام د شتمنو خلکو احترام کوي او خواص د پوهانو. ( افلاطون )
۱۴- خپل نعمتونه وشمېره، نه محروميتونه. ( ديل کارنګي )
۱۵- ستاسو څېره هغه کتاب دی، چې خلک کولی شي ترې عجيب څه زده کړي. ( ويليام شکسپير )