طالبانو په خپلو ولایتي قومندانانو غږ کړی چې خپلو ډلو ته د بهرنیو جنګیالیو د ننوتلو اجازه ورنکړي.
د طالبانو د نظامي کمیسیون چارواکو ټولو ولایتي قومندانانو ته یو لیک لیږلی او د بهرني جنګیالیو په جګړه یې بندیز لګولی دی.
دغه لیک چې رسنیو ته هم رسېدلی، پکې لیکل شوي دي چې ولایتي چارواکي باید د بهرني جنګیالیو له منلو ډډه وکړي.
د طالبانو نظامي کمیسیون په لیک کې ټینګار کړی چې ولایتي چارواکي دا اختیار لري چې هر هغه څوک چې له طالبانو سره د بهرنیو جنګیالیو د یوځای کېدو اجازه ورکوي له دندې دې ګوښه کړي او یاد کمیسیون ته دې ور وپيژني.
په ورته وخت کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو دا اقدام یو تکتیکي اقدام دی.
نبیل زیاته کړې چې طالبانو دا کار د پاکستان په همغږۍ او اجازې کړی ترڅو نړیوالو ته وښي چې دوی د تروریستي ډلو او بهرنیو جنګیالیو په ځانګړي توګه په افغانستان کې د القاعدې شبکې سره مو اړیکې پرې کړي دي.
I said few months ago that "With PAK's approval, the TBN (though perhaps not publicly) as a tactical step may declare that they are cutting their ties with Al-Qaeda." Here they took the first step, in new instruction. "No foreign fighters should be allowed in TBN fighters". https://t.co/emEtZOLYwO pic.twitter.com/U2PVz5OPLZ
— Rahmatullah Nabil (@RahmatullahN) February 23, 2021
څو ورځې وړاندې، د امریکا متحده ایالاتو نوې ادارې اعلان وکړ چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي ختمې کړي.
د امریکا دفاع او خزانې وزارت په خپلو جلا راپورونو کې ویلي وو چې طالبان لاهم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري.
له امریکا تر مخه، افغان حکومت هم ویلي وو چې طالبان لاهم له القاعدې او حتی داعش ډلې سره نیږې او پراخې اړیکي پالي.
د افغان حکومت او امریکا د ادعا لامل د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د القاعده شبکې د دوه جګپوړو قومندانانو وژل کېدل دي.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، ملي امنیت ځواکونو په غزني ولایت کې د القاعدې دوهم قوماندان ابو محسن المصري وواژه.
طالبان په داسې مهال دا لیک خپلو قومندانانو ته ورلیږي چې د دوحې تړون کې هوکړه شوې چې طالبان به له القاعده سره اړیکې پرې کوي او تاوتریخوالی به کموي خو طالبانو تر اوسه په دې ژمنو عمل نه دی کړی.