طالبي؛ کوچنی خو ګټور خټکی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: نسیمه محمدي

اوړى د رنګارنګ او خوندورو مېوو موسم ته دی. طالبي هم د دې فصل یو له ډېرو مينه‌وال لرونکو مېوو څخه دی.
طالبي د کدوئیان(Cucurbitaceae) د کورنۍ له مېوو څخه، یو ډول کوچنی خټکی دی.
د خوړلو تر څنګ یې په جوس او څاښتي خوړلو هم زیاتولی شو. دا مېوه د رنګ او خوند ترڅنګ ډېری وېټامینونه، معدني مواد او مهم انتي اکسیدانونه لري.
په مطلب کې د دې خټکي په اړه بشپړ معلومات وړاندې کوو، له موږ سره اوسئ.
په دې خټکي کې شته اوبه، انتي اکسېدان، وېټامینونه او معدني مواد د روغتیا لپاره زیاتې ګټې لري.

مثلاً په طالبي کې موجود آتني اکسیدان د سرطان او نورو ناروغیو عاملې حجرې لمنځه وړي. د میتابولیزم په جریان کې، بدن ناپایدار مالیکولونه/ آزاد راډیکالونه تولیدوي، چې په بدن کې راټولې او حجرو ته زیان رسوي.
دا زیان د استرس اکسېداتیو تر عنوان لاندې پېژندل کېږي. آنتي اکسیدانونه بدن کې د آزادو راډیکالونو او انتي اکسېداتیو مخنیوي کې مرسته کوي. طالبي دا مواد لري.
سلنیوم
بېټاکاروټن
وېټامین سي
لوټئین
زآګرانټین
کولین
لوټئین او زآګرانټین دوه مشابه ګیاهي رنګدانې دي، چې په پراخه توګه مېوو او سبو ته، له ژېړ تر سور رنګ وربښي. دا ترکیب د لمر وړانګو، مضره آبي نور د فېلټر سره مرسته کوي. روغتیاپالان په دې باور دي، چې دا ترکیب د سترګو په سلامتیا کې رول لري.
پر دې سربېره، د ۲۰۰۹م د یوې څېړنې لیکوالان معتقد دي، چې د زآګزانټین او لوټئین ترکیب د عمر پورې تړلي د سترګو زیانونو(AMD) په مخنیوي کې مرسته کوي.
پر څارویو ترسره شوې څېړنه ښيي، په طالبي کې په زیاته اندازه آنتي اکسېدان، بېټا کاروټن او وېټامینA ‌هم د ساه‌تنګۍ او د سږو د آلرژۍ مخه نیولای شي. بېټا کاروټن په نارنجي او ژېړ رنګه مېوو، لکه طالبي خټکي کې موندل کېږي. یو ګیلاس/۱۷۷ ملي ګرامه طالبي خټکی،۳۵۸۰مایکرو ګرامه بېټا کاروټن لري. متخصصان په ورځني ډول ۱۸۰۰مایکرو‌ ګرامه (څوارلس/ لوړ عمر لرونکو نارینه وو) او (۱۴۰۰۰مایکرو ګرامه د همدومره عمر لرونکو مېرمنو) لپاره د بېټا کاروټن سپارښتنه کوي.
وېټامین C یو مهم وېټامین او آنتي اکسېدان دی، چې د ساه‌تنګۍ پر وړاندې بدن سره مرسته کوي. ځینې روغتیاپالان د دې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د وېټامین C درمل توصیه کوي. یوه پیاله طالبي خټکی، ۶۵ ملي ګرامه وېټامین C چمتو کوي. د اوسنیو لارښونو پر اساس بویه، هره بالغه مېرمن ۶۵ – ۷۵ ملي ګرامه او هر بالغ نارینه ۷۵ – ۹۰ ملي ګرامه وېتامین C مصرف کړي.
همدارنګه، په ساه تنګۍ د اخته ناروغانو د ۲۰۱۰م څېړنه کې، ولیدل شول، هغه ناروغانو چې کولین( د خټکي یو بل ډول آنتي اکسېدان) د درملنې په موخه اخیستي وو، د التهاب اندازه کمه کړې ده. اوس ډېری څېړنې د آنتي اکسېدان په درملو متمرکزې دي، دا ډول درمل د خوړنیزو منابعو په نسبت، قوي او مغذي ډوزونه وړاندې کوي.
فیبر، پوتاشیم، وېټامین C او کولین د زړه د روغتیا ملاتړ کوي. د پوتاشیم څخه بډایه خواړه د وینې د فشار په کنټرول کې مرسته کوي. د امریکا د زړه ټولنه(AHA) سپارښتنه کوي، یو بالغ انسان باید د زړه او عروقو د سلامتیا لپاره په منځنۍ توګه د ورځې ۴۷۰۰ کلي ګرامه پوتاشیم مصرف کړي. یو ګیلاس طالبي خټکی ۴۷۳ ملي ګرامه/ ۱۰٪ د ورځنۍ اړتیا پوتاشیم برابروي.
په طالبي خټکي کې شته، بېټا کاروټن، توکوفرول او موجود آنتي اکسېدانونه، د استرس اکسېداتیو له امله حجرو په مخنیوي کې مرسته کوي.
شواهد شته چې ښيي، چې دا او نور آنتي اکسېدانونه کولای شي د سږو سرطان، پروستات او د سرطان نور ډولونه راکم کړي. په داسې حال کې چې خوړنیز فیبر د غټو کولمو د سرطان په وړاندې ساتنه کوي. یوه ګیلاس طالبي خټکی ۱.۵ ګرامه فیبر لري.
دا کوچنی خټکی په زیاته اندازه اوبه لري او ډېر فیبر جوړوي. فیبر او اوبه کولای شي د هاضمې سیسټم سلامتیا او د قبضیت په لرې کولو کې ګټور تمام شي.
طالبي د زیاتو اوبو او د الکترولیتي محتوا له مخې، د کال د ګرمو میاشتو یا ورزش وروسته د بدن د اوبو د کمښت مخنیوی کوي. یو ګیلاس(۱۷۷ګرامه) طالبي، ۱۶۰ ګرامه اوبه لري. د طالبي الکترولیت نمونې د سودیم، پتاشیم، کلسیم او مګنیزم لرونکې دي.
وېټامین A د بدن د ټولو نسجونو، له دې جملې پوستکي او وېښتانو په ساتنه او وده کې رول لري. وېټامین C ، بدن د دې جوګه کوي، هغه کلاجن تولید کړي چې د پوستکي او وېښتانو لپاره جوړښت رامنځته کوي. په ۲۰۱۹م تر سره شوې څېړنې وښوده، چې د معدني موادو او وېټامینونو پراخه کچه د وېښتانو په وده او تویېدو په مخنیوي کې رول ولري.
د A, C او E وېټامینونه
د B کورنۍ وېټامینونه
فولات
آهن
سلنیوم
روي
طالبي خټکی د زیاتو اوبو شتون له امله د بدن په اوبه کولو کې اهمیت لري. څېړنې ښيي د زیاتو اوبو مصرف د پوستکي په نرم او مرطوب ساتلو کې مرسته کوي، که څه هم لا ډېرو شواهدو ته اړتیا ده.
د طالبي خټکي د اخیستلو پر وخت باید پام وشي، چې کلک، دروند او له هر ډول خالونو/ لکو پاک وي. فصلي طالبي خواږه او اوبه لرونکي دي، په داسې حال کې چې په بل موسم کې یې غوښه لږ څه شخه وي.
د تازه طالبي، آناناس، پاپایا او ام له ټوټو د مېوې سالاد هم چمتو کولای شو.
ممکن طالبي په ځینو شرایطو کې ځینو لپاره جانبي عوارض ولري مثلا؛
د شکر په دویم ټایپ اخته ناروغان، چې د کم قند لرونکو خوړو ته اړتیا لري، د دې خټکي په خوړلو کې احتیاط وکړي.
د خټکي د اوبو کولو او روزلو پر وخت د باکتریاوو د تماس په خاطر پاک نه وي، نو د خټکي د پرې کولو څخه مخکې ووینځل شي، تر څو خټکي ته د مضره باکتریاوو لکه سالمونلا له تګ مخنیوی وشي.
طالبي د فرد د اړتیاوو ۱۰٪ پوتاشیم تامینوي.
بېټا بلاکرونه(Beta blockers) یا د آدرنرجیک بېټا آخذې، یو ډول درمل چې روغتیاپالان یې اکثراً د زړه ناروغانو ته تجویزوي، کولای شي د پوتاشیم سطحه لوړه کړي. هغوی چې له بېټا بلاکرونو څخه ګټه اخلي، نو د خټکي په خوړلو کې دې اعتدال وساتي، ځکه د پوتاشیم زیاتوالی د بډوډو د زیانمن کېدو لامل کېږي.
نو دا ناروغان دې د طالبي او نورو ورته خوړو کې احتیاط او د روغتیاپال سپارښتنې په پام کې ونیسي.