داسې وخت، چې باید ټولې پخوانۍ لارې پریږدئ او نوې خپلې کړئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د تریسا ابۍ نوم به تاسې ټولو اورېدلی وي. هغې په ۴۷ کلنۍ کې تصمیم ونیو، چې په خپل ځان کې اساسي تغییر راولي. هغې ډېر وخت په یوه خصوصي ښوونځي کې درس ور کاوه، خو وروسته یې فکر وکړ، چې کېدای شي بل ځای تر ډېره اغېزناکه وي. هغې دغه کار پرېښود او په نوي کار سره د شهرت پوړیو ته ورسېده.
بریالي کسان ډېری په خپل ژوند کې خپله دنده بدلوي. مارک روڅ په ۲۵ کلنۍ کې دې پایلې ته ورسېد، چې د ونډو پلورکچه يې پاموړ نه ده. خپله دنده بې بدله کړه او د مشورې یو دفتر یې پرانېست. په ۳۱ کلنۍ کې یې بیا خپله دنده پرېښوده او یوه کمپنۍ یې جوړه کړه.
ایا داسې فکر کوئ، چې ستاسې د وخت او ځای د تغییر وخت هم را رسیدلی دی؟
که مسئله همداسې وي، نو څه دنده به ځان ته غور کړئ؟
د «بیا ځان جوړونه: خپل برانډ ولرئ» کتاب لیکوال دوري کلارک د دندې د بدلولو او احتمالي ستونزو په اړه وايي، چې له یوه سندرغاړي سره یې د بریالي او رقابتي کار په برخه کې مرسته کړې ده. د کار په وخت کې یې د ځان جوړونې دوره هم تجربه کړې ده. هغه په مسبایک کمپنۍ کې مشرمدیر و او په یوه رسنۍ کې یې ویندويي او د بلې لپاره ګزارشګري کوله. هغه اوس خپله شخصي شرکت لري.
دوري وايي، چې د ځان جوړونې تر ټولو مهم مهارت د جوړجاړي قدرت دی. دی ددغه کار لپاره درې لارې وړاندیزوي. دی وايي، ځان ته تبلیغ وکړئ، ځکه ډېر کسان کېدای شي ستاسې مسلکي ودې او پرمختګ ته ارزښت ور نه کړي، خو که یوڅه بدلون راولئ، ممکن د خلکو نظر بدل کړئ.
اسانه لاره یې داده، چې د انټرنیټي شبکو، فیسبوک او ټویټر له لارې خلکو ته ووایئ، چې څه وړتیاوې لرئ. خلک په دې ډول ستاسې له ظرفیتونو سره بلدیږي.
دی وايي، په کار کې بدلون راوستل یوڅه ستونزمن کار دی، خو که همکاره ډله ولرئ بریالیتوب ته رسیږئ. په دې برخه کې د خپلو نږدې ملګرو نظر واخلئ، د هغوی مشورې واخلئ او بیا یې عملي کړئ. دوري وايي، ډیر مسلکي کسان کله کله په دې فکر کې وي، چې نور خلک ددوی پر اهدافو او فعالیتونو خبر دي او پېژني یې، خو ډیر وخت داسې نه وي.
یو نیم ځل داسې هم په کار ده، چې نوي فعالیتونه وکړئ او خلک ستاسې نور کار او ظرفیت وویني. ممکن ډیر کسان په تېر کې ښه نوم ونه لري، کار او ظرفیت یې ښه نه وي، خو څه وخت وروسته به په خپل مسلک کې رسیدلی وي، خو خلک به یې بیا هم په پخواني نامه پېژني.
زموږ په خلکو کې دا ډیره عامه ده. یوڅوک، چې په ماشومتوب، ځواني کې لږ په هوښ برابر نه وي، ټول عمر د لیوني او ساده ګل په حیثت ورته ګورو.
که هغه ماسټري او دوکتورا هم راوړي موږ په همغه سترګه ورته ګورو. که غواړئ، چې خلک ستاسې پخوانی تصویر له ذهنه وباسي، خلکو ته خپل ظرفیت په یوه نوي فعالیت ور وښیئ.
ژباړه