د تاجکستان هیواد د فوټبال لومړی درجه لیګ روان دی او د دې هیواد د فوټبال فدراسیون له هغو ګاونډیو هیوادونو څخه ملاتړ اعلان کړ، چې کرونا ویروس ځپلي دي.
د تاجکستان فوټبال فدراسیون په یوه ښکلي پيغام سره له هغو ګاونډیو هیوادونو د ملاتړ اعلان کړی، چې کرونا ویروس پکښې خپور شوی او دې ویروس ځپلي دي.
تر دې دمه په تاجکستان کې هیڅ د کرونا ویروس مثبته پيښه نده ثبت شوې او په همدې موخه دې هیواد څو ورځې مخکي خپل د فوټبال لیګ پيل کړ.
ددې لیګ د لوبو لیدلو ته مینوال لوبغالي ته نشي ورتلای او لوبي د ټلوېزیون له لاري کتلای شي.
د تاجکستان فوټبال فدارسیون د افغانستان په ګډون د یو شمېر هغه ګاونډیو هیوادونو سره غم شریکي وکړه، چې کرونا ویروس ځپلي دي.
د دې لیګ تر یوې لوبي مخکي لوبغاړو په ګډه یوه عکس خپور کړی او د افغانستان په ګډون یې له روسیې، ازبکستان، چین، قزاقستان او د قرغزستان څخه ملاتړ اعلان کړ.
د یاد عکس سره راغلي:
«زموږ وروڼو هیوادونو قوي پاته شئ ـ روسیه، ازبکستان، چین، قزاقستان، قرغزستان، افغانستان. موږ تاسو او ټولې نړۍ ته دعا کوو.»
تاجکستان د نورو هیوادونو ترڅنګ پر داسې مهال له افغانستان د ملاتړ اعلان کړی، چي د افغان او تاجکستان فوټبال فدراسیونونه له یو بل سره خورا نژدې اړیکي لري.
د دې ترڅنګ دې هیواد د افغان فوټبال ملي لوبډلې د زیاتو لوبو کوربتوب په غاړه اخیستی.