راپور: نسیمه محمدي
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د بدخشان ولایت په درواز ولسوالۍ اړوند سیمه کې، د آمو سیند هغې غاړې ته د یو تفريحي پارک او څو نورو پراختیايي پروژې پرانستې پر مهال، د بدخشان ولایت د درواز اوسېدونکو سره د لوډ اسپیکر له لارې خبرې وکړې.
د بدخشان د درواز اوسېدونکو د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان څخه د اوبو، برښنا او نورو رفاهي پروګرامونو کې د امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي، د درواز اوسېدونکو دې غوښتنو ته به د دولتونو ترمنځ د همکارۍ له لارې کار وشي.
تاجکستان د منځنۍ اسیا د امنو هېوادونو له ډلې دی، او همدا چاره د دې لامل ده، چې ددې هېواد ولسمشر د سرحدي ولایت څخه په ډاډ لیدنې تر څنګ د ټولګټو پروژو پرانیستنه کې ګډون کوي.
د تاجکستان ولسمشر یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې له افغان وګړو سره د خبرو په ترڅ کې وايي، دعا کوي چې افغانستان کې سوله راشي، امنیت راشي او کار وشي.
دی وايي، هغه کارونه چې دې سیمه کې چې ورته راغلی دی، شوي دي یوازې د تاجکستان نه بلکې، د افغانانو په ګټه او واک کې هم به وي.
تاجکستان د افغانستان شمالي ګاونډي هېواد په توګه، وخت ناوخت د افغان سولې په پروسه کې د ښه نیت څرګندولو په موخه د همکاریو ژمنه کوي.
باید وویل شي چې د افغانستان د قراردادي برښنا زیاته برخه له دې هېواد واردېږي. په وروستیو څو میاشتو کې د برښنا د پیسو نه تحویل له امله دا برښنا پرې کیدلو له امله افغانان له یو شمیر ستونزو سره مخ شوي دي.