د نړۍ لومړی نمبر توپ‌اچونکی د کرکټ ترڅنګ د کومې لوبې مینوال دی؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ‌اچونکي تبریز شمسي د کرکټ ترڅنګ د فوټبال لوبې خورا سخت مینوال دی او تازه یې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې په چمېنزلیګ لوبو کې اتلي لوبډلې چلسي ته مبارکي ویلې او د یادي لوبډلې مینوال دی.

 

 

ددې ترڅنګ تبریز شمي پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د چمپېنزلیګ پایلوبه، چي د منچسټر سیټي او چلسي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، پکې د لوبې غوره لوبغاړي کوانټي انځور یې خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، دا د فوټبال کین ویلمسن دی.

 

 

تبریز شمي په شل اوریزه سیالیو کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د نړۍ لومړی نمبر توپ‌اچونکی دی.

 

شل اوریزه سیالیو نړیواله درجه بندي

 

۱ـ تبریز شمي؛ سویلي افریقا، ۷۳۲ نمرې

۲ـ راشدخان؛ افغانستان، ۷۱۹ نمرې

۳ـ ایشټون آګر؛ اسټرالیا، ۷۰۲ نمرې

۴ـ عادل رشید؛ انګلستان، ۶۹۴ نمرې

۵ـ مجیب‌خدران؛ افغانستان ۶۸۷ نمرې

۶ـ تیم سوتي؛ نیوزیلینډ؛ ۶۶۹ نمرې

۷ـ آدم زیمپا؛ اسټرالیا، ۶۶۳ نمرې

۸ـ ایش سودهي؛ نیوزیلینډ، ۶۴۰ نمرې

۹ـ لکشان سنداکان، سریلانکا ۶۳۹ نمرې

۱۰ـ وانډو ډي سیلوا؛ سریلانکا، ۶۲۳ نمرې