ښایي په راتلونکو دېرشو کلونو کې ۱.۲میلیارده کسان د اقلیمي بدلونو له کبله بېځایه شي

سپینه تجريدي ډیزاین
راپور: ملیحه ناصري

د نړۍ نولس هېوادونه (افغانستان، پاکستان، چاد، هند، سوریه، عراق…) د ډېرو بدو چاپېریالي ستونزو تر ګواښ لاندې او هغه هېوادونه هم دي چې تر ټولو ډېر د جګړو ښکار شوي دي.
د یوې نوې څېړنې پر بنسټ، تر ۲۰۵۰ز پورې به د نړۍ تر یو میلیارډ ډېر کسان بېځایه شي. دا څېړنه چې د تېرې اونۍ د څلورنۍ پر ورځ خپره شوه، ویلي یې دي چې د طبیعي آفتونو توپانونو، وچکالۍ او بارانونو له امله به په راتلونکو ۳۰کلونو کې ۱.۲ میلیارده وګړي بېځایه شي.
دا څېړنه وايي چې ډېر کم هېوادونه بچ دي، خو ډېر نور یې ښايي زیانمن شي. اوس هم ځينې غریب هېوادونه له دې ستونزې سره مخ دي. دا راپور د اقتصاد او سولې موسسې (آی، اې، پي) چمتو کړی دی. د دې څېړنې پر بنسټ د نړۍ نولس هغه هېوادونه چې اوسمهال د جګړو ښکار هم دي، لکه افغانستان، سوریه، عراق، پاکستان، هند او نور د دې آفتونو تر ګواښ لاندې راغلي. د دې هېوادونو د وګړو ټولیز شمېر ۱.۲ میلیارده راځي چې د نړۍ څلورمه برخه جمعیت جوړوي.
یوویشت هېوادونه، لکه افریقا، سوېلي اسیا، منځني ختیځ او د افریقا شمالي څنډې چې په صحرايي اقلیم کې راځي د دې طبیعي افتونو پر وړاندې مقاومت نشي کولی. په دې وو کې یو میلیارد کسان اوسي چې ښايي سخت زیانمن شي.
په راتلونکو شلو کلونو کې به ۵.۴میلیارده وګړي د اوبو د ستونزو له امله زیان ومومي چې دا د هغه جمعیت په نیمايي دي چې نړۍ ته یې اټکل شوی. دا شمېر په ۵۹هېوادونو کې استوګن دي.  هندوستان او چین هم په دې هېوادونو کې راځي.
پر دې سربېره تر ۲۰۵۰ز پورې به ۳.۵ میلیارده کسان د خوړو نه مصونیت له کبله زیانمن شي. سیرالیون، لیبریا، مالاوې، لسوتو هغه هېوادونه دي چې اوس هم له دې ستونزې کړېږي.
پاکستان، ایران او ایتوپیا هغه ځایونه دي چې د کډوالو ډېروالی یې ګواښي. همدارنګه د مرکزي امریکا هایبیتي هم دې ستونزې سره مخ کېدی شي.
یاده څېړنه وايي چې په دې هېوادونو کې ځايي او طبیعي افتونو د دې لامل کېدی شي چې خلک له یوه ځایه بل ته کډه شي چې پر خپله او نورو سیمو یې منفي اغېز پرېباسي.
د دې څېړنو د څرګندونو پر بنسټ اروپا او شمالي امریکا ښه کولی شي د دې ستونزو پر وړاندې ټینګ شي، خو بېځایه شوي هم کم نه ښکاري.
د جګړو له امله د سوریې او عراق د بېځایه شویو او کډوالو مسئله هم دلته اروزل شوې چې دې کډوالیو سیاسي شخړې هم رامنځته کړې وې.
د دې موسسې د وړاندوینو پر بنسټ هغه هېوادونه چې تقریباً پرمخ تللي دي،لکه سویډن، ناروې، ایرلنډ، ایسلنډ د هغو شپاړسو هېوادونو له ډلې دي چې د ګواښ کچه یې ټیټه ده.
د دې موسسې بنسټګر (سټيو کیللا) ویلي چې ځايي چاپېریالي او د اقلیم د بدلانه ستونزو د نړۍ سوله هم له کړکېجونو سره مخ کړې. په راتلونکو دېرشو کلونو کې یوازې یو بل ته د مرستې په وسیله د بې اوبو‌توب او بې خوړو‌ توب له ستونزو مخنیوی کولی شو. دا یې هم ويلي چې:
“که لستوڼي رابډ نه وهو، نارامۍ، شخړې، تاوتریخوالی به نړۍ له ناورین سره مخ کړي. همدا اوس کووېډ ۱۹ راته جوتوي چې د نړۍ د خوړو د تامین برخه کې څومره ستره خلاء رامینځته شوې ده.”