راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، باید په تمه ونه اوسو او له وړاندې د پيښو او سیلابونو مدیریت ته پام وکړو.
هغه ویلي دا خبرې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د پيژندنې په غونډه کې وکړې.
ارګ وايي، ښاغلي غني پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه معرفي کړ.
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول او په هغه کې د جمهوري ریاست مرستیالانو هم حضور درلود، لومړی د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه د غلام بهاوالدین جیلاني د ګمارنې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
د خطرونو د کموالي ستراتېژي
ارګ زیاته کړې؛ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت مخکېني وزیر نجیب اقا فهیم وویل:
«د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د برنامو په رڼا کې، د اوبو مدیریت په اړه مو روښانه لیدلوری ترسیم کړ او د پېښو د خطرونو د کموالي ستراتېژي مو تدوین کړه چې کېدای شي راتلونکې ته لار نقشه وي.»
د نوي وزیر ژمنې
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د ولسمشر غني او د حکومت د رهبرۍ له باور څخه په مننې ویلي:
«ډېر خوشاله یم چې په خدمت کې قرار لرم او ژمنه کوم چې زموږ د ګډ کور افغانستان لپاره به خپلې هڅې دریغ نه کړم.»
ارګ وايي، ولسمشر غني یادو مراسمو ته د وینا پرمهال د افغانستان د شهیدانو په ځانګړي ډول د هیواد د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته دعا وکړه.
د کډوالۍ د زیاتیدو خبرداری
جمهوررئیس پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د مخکېني وزیر نجیب اقا فهیم د زیار، هڅو، سالم مدیریت او ژمنتیا مننه وکړه وې ویل:
«موږ باید د پېښو رامنځته کېدو ته په تمه ونه اوسو، بلکې پېښې، اوبه او سېلابونه مدیریت کړو.»
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اقلیم د بدلون په حال کې دی، د تېر په پرتله به د کډوالۍ کچه زیاته شي او موږ باید اقلیمي بدلونونو ته لازم تدابیر ولرو.
پر دولت نیوکه
باید یاده شي چې افغانستان له یو هغو هیوادونو دی چې ډیر کله د اقلیمي بدلونونو پرمهال د سختو اورښتونو له امله یې خلک ډیر زیان ویني، کډوالیږي او ډیر کله ورته د سر زیان هم اوړي.
خلک تل نیوکه کوي چې حکومت په خپل وخت اقدامات نه کوي، نو ځکه له دا ډول زیانونو سره مخ کیږي.
وايي، که چیرته دولت په هغو ځایونو کې چې د طبعي پيښو له خطر سره مخ وي، د خلکو د میشتېدنې مخه ونیسي او نور مناسب ځایونه ورته وټاکي، دا به له دوی سره مرسته وکړي چې خوندي او له زیانونو بچ شي.