له کورونا وروسته توبرکلوز میلیونونه کسانو ته د ژوند ګواښ جوړ کړی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدصابر حمیدي

هغه بندیزونه چې د کورونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې خپاره شوي، کېدای شي د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ د پراختیا سبب شي.
ځکه توبرکلوز ناروغي له پخوا څخه ده او اوس د کرونا ویروس له امله د روغتیا نړیوال سازمان له پامه غورځولې.
امریکايي ټلویزیون CNBC د راپور او Stop TB Partnership د معلوماتو له مخې، چې نوو څېړنو ښودلې، په راتلونکو ۵ کلنو کې به ۶.۳ میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شي او له دې ډلي به شاوخوا ۱.۴ میلیونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د Stop TB Partnership معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۰م څخه بیا تر ۲۰۲۵م پورې څه کم ۶.۳ میلیونه کسان په توله نړۍ کي په کورونا اخته شي او له دې ډلې به یې ۱.۴ میلیونه کسان مړه شي.
که چېرې راپور رښتنی شي، نو د نري رنځ په وړاندې مبارزه کې به د روغتیا نړیوال سازمان هڅې له ۵ نیولې تر ۸ کلنو پورې شاتګ وکړي.
د Stop TB Partnership اجرایوي مدیر لوچیکا دیتیو له رسنیو سره په خبرو کې وویل:
موږ پایلې ته بدلون ورکولای شو، موږ باید دا په یاد ولرو، چې یوازې کرونا ویروس د انسانانو ژوند نه اخلي، بلکې توبرکلوز هم د نورو ناروغیو په څېر د انسانانو څخه ژوند اخلي او د انسانانو ژوند ته یو لوی ګواښ جوړوي.
دا څېړنه د لندن امپریال پوهنتون، د جان هاپکنز پوهنتون او د امریکا د سپارښتونو نړیوال آژانس سره په ګډه ترسره شوې.
په راپور کې دا هم راغلي، چې نري نرځ تر نورو هېوادونو هند، کینیا او اُوکراین هېوادونو ته ډېر ګواښ جوړ کړی.
د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان (نری رنځ) یوه ساري ناروغي بللې، چي هر کال په دې ناروغي ۱۰ میلیونه کسان اخته کېږي او ۱.۵ میلیونه کسان بیا له دې ناروغۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي.