هندۍ ورزشي رسنۍ کریک ټرېکر راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې د ګډونوالو لوبډلو ترمنځ د هغه لوبډلو په اړه څېړنه کړې، چې توپوهنه به یې غوره وي.
د یادې څېړنې په اساس د تېر پنځوس اوریزه نړیوال جام ګټونکې او د تېر شل اوریزه نړیوال جام دویم مقام ګټونې لوبډله انګلستان ترټوله غوره لوبډله بلل شوې، چې د ۱۰ نمرو له ډلې ورته ۹،۵ نمرې ورکړل شوي.
۱- انګلستان ۹،۵/۱۰
په یاده څېړنه کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې توپوهنې ته لومړی مقام ورکړل شوی.
یاده څېړنه کې ویل شوي، جېسن رای، جوش بټلر، معین علي، جوني بریسټو، ایون مارګن او لام لیوینګسټون هغه لوبغاړي دي، چې راتلونکی نړیوال جام کې به د انګلستان لپاره غوره توپوهنه ترسره کړي.
۲- هندوستان ۹/۱۰
په یاده څېړنه کې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې تر انګلستان وروسته دویم مقام خپل کړی، چې ۹ نمرې ورکړل شوي.
ویراټ کوهلي، کېل راهول، شېریاز آیر، ریشپ پنټ او هارډیک پانډیا هغه لوبغاړي بلل شوي، چې هند ته به په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې غوره توپوهنه وکړي.
۳ـ اسټرالیا ۸،۵/۱۰
په یاده څېړنه کې د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې تر هندوستان وروسته درېیم مقام ترلاسه کړی، چې ۸،۵ نمرې ورکړل شوي.
ایرون پینچ، ډیویډ وارنر، متیو وېډ، میچل مارش، ګلین مکسویل او سټیو سمیت هغه لوبغاړي بلل شوي، چې اسټرالیا ته به په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې غوره توپوهنه وکړي.
۴- ویسټ انډیز ۸/۱۰
په یاده څېړنه کې د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې تر اسټرالیا وروسته څلورم مقام ترلاسه کړی، چې ۸ نمرې ورکول شوي.
لینډي سېمونز، ایون لیوز، نیکولاس پوران، کیرون پولارډ، انډري رسل او ډېون براوو هغه لوبغاړي بلل شوي، چې ویسټ انډیز ته به په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې غوره توپوهنه وکړي.
۵- نیوزیلنډ ۷،۵/۱۰
په یاده څېړنه کې د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې تر ویسټ انډیز وروسته پنځم مقام ترلاسه کړی، چې ۷،۵ نمرې ورکول شوي.
مارټین کوپټیل، ټېم سیپرټ، ډېون کانوې، کلین پیلیپز، ډارلي مېچل او جېمز نیشام هغه لوبغاړي بلل شوي، چې نیوزیلنډ ته به په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې غوره توپوهنه وکړي.
۶- پاکستان ۷/۱۰
په یاده څېړنه کې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې تر نیوزیلنډ وروسته شپږم مقام ترلاسه کړی، چې ۷ نمرې ورکول شوي.
بابراعظم، محمدرضوان، محمدحافظ، شان مقصود، عظم خان او شرجیل خان هغه لوبغاړي دي، چې پاکستان ته به په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې غوره توپوهنه وکړي.
۷- سویلي افریقا ۶،۵/۱۰
په یاده څېړنه د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډلې تر پاکستان وروسته اووم مقام ترلاسه کړی، چې ۶،۵ نمرې ورکړل شوی.
کوینټن ډیکوک، تیمبا باووما، جانیمن مالان، ایډین مارکرم، وان ډیو ډرسن او ډیویډ مېلر هغه لوبغاړي دي، چې سویلي افریقا ته به په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې غوره توپوهنه وکړي.
۸- بنګله دېش ۶/۱۰
په یاده څېړنه د بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې تر سویلي افریقا وروسته اتم مقام ترلاسه کړی، چې ۶ نمرې ورکړل شوی.
تمیم اقبال، محمدنعیم شېخ، لیټن ډاس، سومیا کُمار، شکیب الحسن، مشفیق الرحیم او محمدالله هغه لوبغاړي دي، چې سویلي افریقا ته به په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې غوره توپوهنه وکړي.
نړیوال جام
ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.
دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.