.
ټي ټېن کرکټ لیګ د عربي متحده اماراتو مسلکي کرکټ لیګ دی، چې هره لوبډله لس اوره لوبې پکې ترسره کوي.
سږ کال په دغه لیګ کې اته لوبډلې شتون لري، چې په دغو لوبډلوکې ټول ۱۰۹ لوبغاړي پېرل شوي دي، چې د دغو لوبغاړو په منځ کې سږ کال ۱۲ افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي دي.
دا په نړۍ کې لومړنی لس اوره کرکټ لیګ دی، چې د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ له خوا تاید شوی دی.
د هرې لوبې وخت به ۹۰ دقیقې وي، چې دوه لوبډلې ترې پایلوبې ته ځي او دوه نیمه پایلوبې هم پکې ترسره کېږي.
۲۰۱۷ م کال کې دا لیګ د ډېسمبر له ۱۴ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې ترسره شو.
دا لیګ د شاجي الملک له خوا تاسیس شو، چې د ټي ټېن لیګ مشر یا چېئرمېن هم دی.
د ۲۰۱۸ م کال اګسټ میاشت کې د کرکټ نړیوال ې شورا هم دا لیګ تاید کړ.
افغان لوبغاړي او لوبډلې:
د دغه لیګ دوهم پړاو به د راروانې نومبر میاشت له ۲۳ مې نېټې څخه د ډېسمبر تر دوهمې نېټې پورې ترسره کېږي.
په دغه لیګ کې راشدخان، حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران د مرتا عربینز لوبډلې له خوا اخېستل شوي.
ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او شاپورځدران د پښتون لوبډلې له خوا پېرل شوي.
ظاهرخان پنجابي لېجېنډز لوبډلې اخېستی.
سمیع الله شینواری کراچینز لوبډلې پېرلی، محمدنبي او مجیب ځدران بیا بېنګال ټایګرز لوبډلې رانیولي.
شهزاد محمدي او قېس احمد راجپوت لوبډلې سره لوبېږي.
د دغه لیګ اتلولي تېرکال کېرالا کېنګز لوبډلې اخېستې وه، چې لوبډلمشریې انګلستانی ایئن مورګن دی.
د لوبډلو نومونه
پښتونز، کېرالاکېنګز، پنجابي لېجېنډز، بنګال ټایګرز، راجپوت، مرتا عربینز، کراچینز او نارترن وریئرز یا شمالي جنګیالي.
دا سیالۍ په افغانستان کې د یو یا یک تلویزیون له خوا، پاکستان کې ټېن کرکټ له خوا، بنګله دېش کې د چاینل ناین یا ۹ له خوا، هندوستان کې د سوني اِي ایس پي این له خوا، بریتانیا کې د سوني ټېن فایف له خوا، امریکا متحده ایالاتو کې د ویلاو تلویزیون له خوا او په افریقا او منځنۍ اسیا کې د سوني اِي ایس پي این له خوا وړاندې کېږي.
او یاران وېب سایټ درته بیا جالب خبرونه او لیکنې پرې برابروي.