
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، چې د تېرې شنبې په ورځ د (فیبرورۍ په ۶مه نېټه) د نارترن وایررز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
د نارترن وایررز سره ددې لیګ پایلوبې ته ډهلي بولز لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې وایررز لوبډلې په اتو ویکټو ډهلي بولز ته ماته ورکړه.
د ټي ټین لیګ د کال غوره لوبډله
د لس اوریزه لیګ تر پای ته رسېدو وروسته ددې لیګ ادارې د کال غوره یوولس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې په یاده لوبډله کریم جنت هم شتون لري.
ایون لیویز، سهېل اختر، وصیم محمد، ټام کولر ـ کیډمور، نیکولاس پوران، عاظم خان، جېم ایورټون، پابین آلین، علي خان، کریس جورډن او کریم جنت د ټي ټین لیګ د کال په غوره لوبډله کې راغلي.
کریم جنت په ټي ټین لیګ کې د بنګله ټایګرز لوبډلې سره په شپږ لوبو کې ولوبېد، چې په یادو لوبو کې یې ۶ ویکټې واخیستې.