د جنوري په ۲۸ مه د پنجشنبې په ورځ د عربي متحده اماراتو لس اوریز کرکټ لیګ پیل شو، په دې لیګ کې اته لوبډلې دي، چې افغان لوبغاړي هم پکې اخېستل شوي دي.
له افغانستان څخه د بالېنګ برخه کې مجیب الرحمن، نوین الحق او قیس احمد لوبېږي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي عیسی خېل او کریم جنت الراونډران دي.
شهزاد محمدي، رحمان الله ګربز، جاوېد احمدي او دروېش رسولي پکې بیا توپوهونکي دي.
لس اوریز کرکټ لیګ کې هر توپوهونکی د غټو شاټونو هڅه کوي او دا هڅې کولای شي، چې بالر له ستونزو سره مخ کړي.
لس اوریز لیګ او د بالرانو برخلیک
په دې لیګ کې چې هر بالر راغلی له لسو یې کمې منډې نه دي ورکړي او هر بالر چې دوه اورونه بشپړوي په وروستیو کې یې یا دېرش منډې ورکړې وي او یا یې هم ۲۵ پورې اکاونټ کې جمع شوې وي.
نو که د بالرانو ایکانومي وګورې ۱۵، ۱۴، ۱۰ … ده.
هغه بالر چې زیاته تجربه ولري کولای شي، چې ځان د توپوهونکو څخه په چل او هنر بچ کړي.
خو که چېنج توپ، شارټ لاین، اېن سوېنګ، اوټ سوېنګ، اف کټر، لېګ کټر، نکل او نورو بالونو غورځولو وړتیا ونه لري خورا ټکېږي او ایکانومي یې لوړه ځي.
خو د بالرانو په منځ کې داسې هم شته، چې ډېره ښه ایکانومي ساتي، تېره شپه د شهزاد دې اړوند لوبډلې ډکن ګلېډېئټرز لپاره ظهورخان، چې د عربو په لوبډله کې لوبېږي، ښه توپ اچونه وکړه، په ۲ اورونو کې یې ۱۳ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخېستې.
نوین الحق چې په ابو دبي ټیم کې لوبېږي، په خپل لومړي اوور کې یې د کېمرن ډیلپورټ او شهزاد پر وړاندې ۲۰ منډې ورکړې، چې څلوریزې پرې ولګېدې.
یمین احمدزی چې مرټا عربیئنز لوبډله کې لوبېږي، تېره شپه یې په یو اوور کې ۱۲ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
یعنې په لس اوریز لیګ کې که کوم بالر لس منډې ورکړي، هغې کې باید بالر خوشحاله شي.
دا لیګ د ګرمو لوبو لپاره جوړ شوی، خو د بالرانو ستونزه پکې زیاته ده.
د بالرانو مرال باندې اغېز
که چېري یو بالر په یو لیګ کې په پرله پسې ډول وټکېږي، د بالر په روان منفي تاثیر غورځېږي او بیا په نورو سمو یا ملي او نړیوالو لوبو کې هم خپل بالېنګ لاین له لاسه ورکوي او ټکېږي.
خو برعکس خبره هم شته؛ که چېرې په لس اوریز لیګ کې یو بالر ښه توپ اچونه وکړي او تر وروستیو لوبو پورې ښه مخته ولاړ، لا یې په ځان باور زیاتېږي او کولای شي، چې راتلونکي کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي او د نړۍ په کچه یو ښه بالر ترې جوړ شي.
دلته په جلال اباد کې د کرکټ مینوال دا لوبې تعقیبوي او وایي، چې لس اوریز کرکټ لیګ د بالرانو لپاره لوی سرخوږی دی.
عبدالوکیل حلیمي وایي، دې لیګ کې د بالرانو کېریئر ته زیان رسېږي.
د کرکټ بل څارونکی عبدالوارث تاند وایي، دې لیګ کې بالران سخت ټکېږي، ځکه هر توپوهونکی د لوړو شاټونو وهلو هڅه کوي او د وېکټ ساتلو په کیسه کې نه وي.
نسیم نظري هم ورته نظر لري او وایي، چې که بالران له هوښیارتیا کار ونه اخلي، نو ستونزو سره مخ کېږي او کېریېئر خرابېدای شي.
کله چې دا لیګ پیلیده ۲۰۱۷ کال کې ډېری بالرانو پرې انتقاد کړی و او ویلي یې وو، چې دې لیګ کې بالرانو ته نه، بلکې توپوهونکو ته د ډېر امتیاز ورکولو زمینه برابره شوې.
تاسې درانه لوستونکي د لیګ په اړه څه نه لرئ؟