د لس آوریزه لیګ د لوبو مهالوېش خپور شو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي.
په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز شاملې دي.
یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم«بولي» څو ورځې وړاندې ترسره شوه، چې پکې ۱۵ افغان لوبغاړي واخیستل شول.

لس اوریزه لیګ کې اخیستل شوي افغان لوبغاړي

محمدنبي، شهزاد محمدي، قیس‌احمد، رحمن‌الله ګربز، مجیب ځدران، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق، فضل احق، عظمت‌الله عمرزی، حضرت‌الله ځاځی، درویش رسولي، نجیب‌الله ځدران، وقار سلام خېل، کریم جنت او ظاهرخان.
قیس‌احمد، کریم جنت، فضل‌حق فاروقي، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران بنګله ټایګر لوبډلې.
محمدنبي، رحمن‌الله ګربز او وقار سلام خېل ډهلي بولز لوبډلې.
نوین الحق او نجیب‌الله ځدران ابو ظبۍ لوبډلې.
محمد شهزاد او ظاهرخان ډیکن ګلډیټرز لوبډلې.
عضمت‌الله عمرزی قلندرز لوبډلې.
دروېش رسولي پوني ډیویلز لوبډلې.
که څه هم د مراتا عربینز لوبډلې په خپور شوي سکواډ کې حضرت‌الله ځاځی نه لیدل کیږي، خو هغه پر خپلې رسمي فسیبوک پاڼې خبر ورکړی و، چې یوځلې بیا له مراتا عربینز لوبډلې سره یوځای شو.

د لس اوریزه لیګ د لوبو مهالوېش

د متحده عربي اماراتو یاد لس اوریزه لیګ کې ګډونوالې اته لوبډلې په لومړي او دویم ګروپونو وېشل شوي.
لومړی ګروپ: مراتا عربینز، ډهلي بولز، بنګله ټایګر او نارترن وایررز.
دویم ګروپ: ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز.
په لومړۍ ورځ دا درې لوبې ترسره کیږي.

په دویمه، درېیمه او څلورمه ورځ دا لوبې ترسره کیږي.

له هغه وروسته بیا د نورو پړاونو لوبې ترسره کیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.