د خلکو د ملاتړ جلبولو لپاره څو ټکي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: مریم محمدي
د انسان فطري غوښتنه دا ده چې په هر ځای کې محبویت ولري، ټول خلک دې ته لاس په نامه ولاړ وي همدارنګه په هر ډګر کې ترې ملاتړ وشي.
خو په یاد ولرئ چې دا کارونه په زور، نه کیږي، تر ډېره مادي امکاناتو پورې هم تړاو نه لري.
دا زده کړئ چې څنګه کولای شئ د نورو ملاتړ خپل کړئ، خو دا خبره مه هیروئ هر کار چې کوئ د ریا لپاره یې مه کوئ، تاسو دغه ۶ عاتونه خپل کړئ، نو هرومرو په په ټولنه کې د درناوي وړ شخص اوسئ، او بې خبره به مو د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی وي:
مرسته وکړئ
دا کار له زړه نه وکړه، که چیرې له داسې یو حالت سره مخ شوې چې یو څوک مرستې ته اړتیا لري، ورسره هرومرو مرسته وکړئ، مهمه نه ده هغه څه چې ستاسو په توان کې نه وي هغه ورسره وکړئ، یا هم لوی کارونه وکړئ، همدا چې مهربانه اوسئ او انسانې برخورد وکړئ، کافي ده.
د نورو لاسنیوی هم د خلکو ترمنځ غښتلې اړیکې رامینځ ته کوي، دغه راز له نورو سره د مرستې له امله د خوښۍ احساس به وکړئ، او د نیکو اخلاقو کسانو په ډله کې به حساب شئ.
مسکا مه هیروئ
د دې لپاره چې اخلاق مو ښه شي نو پر شونډو مو خندا ولرئ، هغه کسان چې خاندې هغوی مهربانه ښکاري.
دا چې په ټولنه کې له خلکو سره ښه برخورد ولرئ، حتی د روحي فشارونو او خپګان په وخت کې هم مسکا مه هیروئ، تر څو د خندا انرژي خپل او د نورو په ژوند کې احساس کړئ.
نرم خویه اوسئ
نرم یا ارامه خلک، که کار یا هم خبرې کوي، نو ډېر په په فکر سره کوي، دوی دروغ نه وايي، داسې کار نه کوي چې نور خلک دې ترې خپه یا د ناراختۍ احساس ورسره وکړي.
نرم خلک منفي فکر نه کوي، تل په دې هڅه کې وي، چې کوم خلک له دوی سره راکړه ورکړه لري هغوی دې ترې خوښ اوسي، داسې یو کار نه کوي چې نورته دې صدمه ورسیږي، یا هم داسې عمل نه تر سره کوي چې مقابل لور خجالت شي او ځان ورته کم ښکاره شي.
نرم خلک تل د خپل رفتار یا کړنو په اړه فکر کوي چې تر څو نورو ته یې زیان ونه رسیږي، نو په همدې خاطر دوی په ټولنه کې د یو مهربانه شخص په توګه پیژندل کیږي، او هر څوک وسره د ښو اړیکو لرو په تمه وي.
ښې اړیکې ولرئ
د انسان په ژوند کې ښه راکړه ورکړه ډیر مهم رول لري، هغه خبرې چې د نورو د خپګان لامل کیږي او تاسو ته یې هم کومه ګټه نه رسیږي، ښه ده چې له داسې خبرو کولو ډډه وکړئ، تر څو د نور په زړه کې ځای پیدا کړئ او اړیکي مو ښې شي.
هغه خلک چې پراخې او غښتلې ټولنیزې اړیکې لري، تر نورو ډېر خوشاله، د ښه روغتیا خاوندان دي.
همدارنګه له کورنۍ او ملګرو سره ښې اړیکې د مینې، ملاتړ او په انسان کې د خپل ځان د ارزښت احساس را ژوندی کوي.
ځان وپيژنې
هغه کسان چې ښه اخلاص لري، هغوی په هیڅ ځای کې یوازې نه پاتې کیږي، تل به نوي ملګري ولري.
که چیرې له ناپيژنده خکو سره په یو مجلس یا ځای کې مخامخ شوئ، نو ښه ده چې ځان ورته معرفي کړئ، ترڅو مو اړیکې سره پراخې شي.
صبر ولرئ
د دې لپاره چې ستاسو کړنې ښې دي، نو ممکن له بېلابېلو خلکو سره مخ شئ، خو ښه ده چې هر انسان ته په کتو له هغه سره رویه یا هم اخلاق وکړئ، په دې وخت کې تاسو ته په کار ده چې صبر ولرئ، ترڅو پوه شئ مقابل لوری د څه ډول رویې خوښونکی دی.
یادونه: دا کارونه نه یوازې دا چې د نورو د ملاتړ سبب کیږي، ترڅنګ یې تاسو د ښه انسانانو په لیست کې هم شاملوي.