سنجی دت:  ما د خپل مسلک لېونی رول اجرا کړ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د باليووډ سېنما مشهور لوبغاړي سنجی دت د خپل راتلونکې فلم ” کې جي اف ۲” په اړه ږغېدلی دی.

د “کې ج اف” فلمونو د لړۍ دويمه برخه جوړه سوې او يوه اونۍ وړاندې يې ټېژر خپور سو چې تر ۱۵۰ ميليونه ډېرو کسانو کتلی دی.

دا فلم د هندوستان يوه له هغو فلمونو څخه دی چې خلک ورته ډېر انتظار کوي ځکه لومړۍ برخه یې خورا بريالۍ وه.

images 294065453158075649512. سنجی دت:  ما د خپل مسلک لېونی رول اجرا کړ

که څه هم په “کې جي اف” فلم کې سنجی دت ته د کار کولو وړانديز سوی وو خو هغه ونه منی، ددې باوجود هم ياد ډرماتيک او تاريخي کيسه لرونکی فلم د غوره فلمونو په ليست کې راغی او دوې ملي جائزې يې هم وګټلې.

همدا د کاميابۍ دليل وو چې په دويمه برخه کې يې سنجی دت د “يش” د دښمن په رول کې د ادهيرا په نامه څرګند سو.

پدې فلم کې د يش او سنجی دت تر څنګ روينا ټنډن او سرندي شيټي هم رول لوبولی دی.

images 306185517871667534973. سنجی دت:  ما د خپل مسلک لېونی رول اجرا کړ

سنحي دت په يوې نوې مرکه کې ويلي چې دا رول يې ډېر سخت وو،بې رحمه وو،او هيڅ نه وېرېدونکی وو.

دده په خبره دا يو لېونی رول وو،ډېر قوي وو او ما پکښې ډېره خواري کښلې ده.

سنجي دت هندوستان ټايمز ته ويلي چې هره ورځ به د شوټينګ لپاره دده پر مېکپ “سينګار” تر يو نيم ساعت ډېر وخت تېرېدی.

leaked sanjay dutt look from kgf chapter 230864061087420222 سنجی دت:  ما د خپل مسلک لېونی رول اجرا کړ

د کې جي اف فلم بوديجه ۱۰۰ کروړه هندۍ روپۍ ياده سوې،ډايريکټر يې پرشانات نيل دی ،دا فلم به د روان کال په وروستيو کې به نندارې ته وړاندي سي.