خبريال: مدثر دعوت
د سونيل نارين توپ اچوونه قانوني وبلل سوه.
د کلکتې نائټ رايډرز لوبډلې الراونډر لوبغاړی سونيل نارين چې د پنجاب په وړاندې يې د توپ اچوونې اکشن غير قانوني بلل سوی وو، د ای پي ايل د شکمن بالينګ کمېټې د نارین توپ اچوونه بيرته قانوني وبلله او د غير قانوني توپ اچوونې د ليست څخه يې و ايستی.
د پنجاب په وړاندې ۲۴مه لوبه کې کلکتې د ۲ منډو په توپير لوبه وګټله.
په هماغه لوبه کې نارين په ۴ اوورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او پر مهم وخت يې دوې ويکټې ترلاسه کړې.
نارین په اتلسم اوور کې يوازي دوې منډې ورکړې او يوه ويکټه يې ترلاسه کړه،همدارنګه کله چې پنجاب په وروستي اوور کې ۱۴ منډو ته اړتيا درلوده د کارتيک له لورې نارين د توپ اچوونې لپاره انتخاب سو ترڅو هدف دفاع کړي.
نارين په وروستي اوور کې ۷ منډې ورکړې يوه ويکټه يې ترلاسه کړه او لوبه یې د کلکتې په ګټه تمامه کړه.
همدا لامل وو چې پنجاب لوبډلې د نارین د توپ اچوونې څخه شکایت وکړ چې وروسته د ممبی په وړاندې ونه لوبېدی.
نن ۲:۳۰ بجې کلکته د حيدر اباد سره لوبېږي او نارین به هم ورسره وي.