د لمر وړانګې او پر انساني ژوند یې اغېز

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ليکنه او راټولنه: شپنه سلګۍ

لومړۍ برخه

د لمر د وړانګو له چینې سره په ډېر کم وخت تېرولو، واټن ساتلو او پوښښ سره کېدای شي چې د وړانګو زیانونه تر ډېره حده کم کړای شي.
له فزیکي اړخه د انسان بدن یو تولید کوونکی خو مصرفي ماشین دی. ټول ماشینونه کار کوي او کار هلته ترسره کېدای شي چې انرژي موجوده وي، ځکه خو انرژۍ ته د کار کولو وړتیا وايي.
په طبعیت کې د انرژۍ بېلابېل ډولونه لکه حرارتی انرژي، میخانیکي انرژي، برېښنايي انرژي او داسې نور شته چې د انرژي ټولیزه کچه ثابته ده مانا دا چې نه کمېږي نه زیاتېږی او نه هم نوې تولیدېږي، بلکې له یوې بڼې بلې ته اوړي، خو په عامه اصطلاح کې همدغه سیسټم چې انرژي له یوې بڼې بلې ته اړوي د انرژۍ تولیدونکو سیستم بلل شوی چې د فزیک د انرژۍ د تحفظ له اړخه دا خبره ناسمه ده.
د انرژۍ بېلابېلې سرچینې شته چې زیاتره یې د احتراق یا سوځېدنې په ترڅ کې انرژي تولیدوي، خو په طبعیت کې به مو د انرژي داسې چینې ته نه وي پام شوي چې بې له سوځېدنې یا احتراق څخه انرژي تولیدوي او یا په بل عبارت د انرژۍ داسې ډول چې له احتراق پرته رامنځته شوې وي.
هو دغې انرژۍ ته وړانګې وايي چې د الکترومقناطیسي څپو لکه ایکس او ګاما او بڅرکو لکه الفا، بیتا او نیوټرونونو په بڼه رامنځته کېږي چې یا هم له راډیو اکټیف توکو او یا هم د ماشین په واسطه تولېدیدای شي.
دغه وړانګې د انسان له پیدایښت سره سمې په چاپیریال کې موجودې وي او د انسان د لاس محصول نه دی.  د وړانګو په اړه ویل کېږي چې وړانګې په فضا کې تېریدونکې انرژي ته وايي. د وړانګو تر ټولو ستره او مشهوره چینه لمر دی چې د هستوي اتحاد په ترڅ کې انرژي تولیدوي او ځمکې ته یې رالېږي.
وړانګې هغه مهال سرطان رامنځته کوي چې ژونکې مړې نه کړي، خو د ډي ان اې په کوډ کي یې بدلون رامنځته کړي.
که چیرې د لمر انرژي نه وای د ځمکې پر مخ ژوند ناشونی و. د لمر وړانګو د انرژي کچه له سره څخه ښکته وړانګو څخه پیل او بیا تر ماورابنفش پورې رسېږي چې له سره څخه کښته د ماورابنفش خواته په تګ سره د وړانګو ضرر هم مخ ورسره زیاتېږي.
د وړانګو په اړه تر ټولو ستونزمنه چاره دا ده چې په عادي حالت کې نه پېژندل کېږي، نه احساسیدای شي او نه یې هم په لنډمهال کې اغیزې ښکاري.
د نننۍ ټکنالوژي په کارولو سره په چاپېریال کې د وړانګو کچه هم زیاته شوې، له سمټی دېوالونو څخه را نیولې بیا تر ډېرې برښنايي وسایلو پورې ټول چاپېریال ته یوه اندازه وړانګې خپروي چې دا کېدای شي، کله کله چاپېریال او انسان زیانمن کړي.
لکه څنګه چې د هر عمل تکرار لپاره حدود شته همدا ډول د لمر وړانګو د جذب لپاره هم ټاکلی برید موجود دی چې تر ټاکلي برید د لمر زیاتې وړانګې جذبول د وړانګو د تسمم لامل ګرځي چې په پایله کې یې د پوستکي سرطانونو او داسې نورې ناروغۍ رامنځته کېدای شي.
له وړانګو څخه د ځان‌ساتنې لپاره درې ډېر آسانه اصول موجود دي:
وخت: هڅه دې وشي چې د وړانګو له چینې سره ډېر کم وخت تېر کړای شي.
واټن: له وړانګو څخه د ځان ساتنې تر ټولو ښه لاره دا ده چې د وړانګو له چینې څخه واټن وساتو.
پوښښ: د وړانګو له چینو سره د کار پروخت د وړانګوله ډول سره سم مناسب پوښښ کارول د وړانګو خطرونه ډېر کمولای شي.

وړانګې د انسان پر بدن څنګه اغېزه کوي؟

په ټولیزه توګه په طبعیت کې د وړانګو دوه ډوله چینې شته چې د وړانګو طبیعي چینې او د وړانګو مصنوعي چینو په نامه یادېږي.
کیهانی وړانګې، ستاسو په خوړو کې د راډیواکټیف توکو شتون، په خاوره، تیګو او غرونو کې د راډیواکټیف بڅرکو شتون، ستاسو د کورونو په پخو دېوالونو کې د راډون او راډیوم شتون ټول د طبیعي وړانګو چینې بلل کېږي.
همدا راز د ایکس ری، سی ټی سکن، او نور تشخیصیه او درملیز ماشینونونه د مصنوعی وړانګو چینې بلل کېږي. وړانګې په هرډول چې وي د انسان ژوند او چاپیریال ګواښوي خو د ګواښ دغه کچه د وړانګو په ډول او کچې پورې نیغ تړاو لري.
د سایسنپوهانو لپاره دا ډېر ستونزمن کار دی چې د وړانګو اغیزې او نورو بهرنیو عواملو اغیزې سره بېلې کړي.
خو د وړانګو د میخانیکیت او په دې اړه ژورې څېړنې کولای شي د دغو دوو ډولو اغېزو په بیلتوب کې مرسته وکړي.
وړانګې د عمل د میخانیکیت له پلوه په دوو برخو وېشل کېږي چې د آیونایزکونکوو او نه آیونایزکونکو وړانګو په نامه یادیږي.
آیونایزکونکې وړانګې هغو وړانکو ته ویل کېږي چې له یوه اټوم څخه یوه یا څو الکترونونه وباسي او په پایله کې اټوم په چارچ لرونکې بڅرکي باندې واړوي او هغه ته برښنايز خاصیت ورکړي په لنډه توګه آیونایز کونکې وړانګې اټومونه له خنثی حالت څخه چارچ لرونکې کوي او نه آیونایزکونکې وړانګې بیا د آیونایز کولو ځواک نه لري.
وړانګې څنګه په کیمیاوي اړیکو باندې اغېزه کولای شي؟
د ژوندیو انساجو اعمال د مالیکولونو (د بېلابېلو اټومونو ترکیب چې د کیمیاوي اړیکو له امله رامنځته کېږي) په واسطه ترسره کېږي.
په ټولیزه توګه په طبعیت کې د وړانګو دوه ډوله چینې شته چې د وړانګو طبیعي چینې او د وړانګو مصنوعی چینو په نامه یادېږي.
ځینې دغه مالیکولونه په کافی اندازه غټ وي چې د دغو مالیکولونو ښه کار کول د هغو په ترکیب او ظاهری جوړښت پورې اړه لري چې دغه جوړښت د کیمیاوي اړیکو په بدلون سره بدلیدای شي، آیونایزکونکې وړانګې په کافي اندازه ځواک لري چې دغه اړیکې ګډې وډې کړي.
دا اصل مونږ ته دا بیانوي چې آیونایز کونکې وړانګې واړه خو حساس جوړښتونه زیانمن کوي، دا دې ته ورته دی چې د کاراټې یو لوبغاړی د بشپړ دیوال په ځای خپله ټوله انرژی د یوې خښتې ماتولو ته متوجه کوي.
په بدن کې د حساسو جوړښتونو له ډلې یو یې ډي ان اې دی چې وړانګي یې زیات زیانمنوي.
ډي ان اې DNA څه شی دی؟
د بدن د ټولو مالیکولونو په پرتله ډی ان ای تر ټولو حساس مالیکول دی.
دا مالیکول جنسي خواص له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدوي او د یوې ژونکې ډېر وړوکی مالیکول بلل کېږي چې تل د یوه ځنځیر بڼه لري چې د دغه ځنځیر اوږدوالی تر دوو مترو پورې رسېږي او دې ځنځیر ته کروموزوم ویل کېږي.