په افريقا کې ۲۷۵ فيلان په ناڅاپي ډول مړه سوي.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
په افريقا کې ۲۷۵ فيلان په ناڅاپي ډول مړه سوي پداسې حال کې چې ښکار يې غير قانوني دی.
د ځنګلي ژوند خيريه کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې چې په د افريقا په سويلي هيواد بوټسوانا کې تر ۲۰۰ ډېر فيلان په نامالوم ډول مړه سويدي .
د می مياشتې د پيل سره په اوکاوانګو پانډليل سيمه کې ليوان ليدل سوي وه خو حکومت تر اوسه دا نده روښانه کړې چې څه پېښ سوي،هماغه سيمو ته د ورتګ اجازه نسته او فيلان اوس هم په هماغه سيمو کې مړه پراته دي.
یاران uncategorized 230 په افريقا کې ۲۷۵ فيلان په ناڅاپي ډول مړه سوي.
د ملي پارک ژغورونکې مارک هيلي ډيلی مېرور ته ويلي: ” موږ د فيلانو ناڅاپي مرګ ته اندېښمن يوو،د مړو کچه په لوړېدو ده او حکومت به ډېر ژر ددې پېښې ځواب ووايي، د فيلانو د مرګ او د کرونا وېروس تر منځ احتمالي اړيکه لاهم رد سوې نه ده خو په پراخه کچه د فيلانو مړينه په بوټسوانا کې بې سارې ده”.
د دده په خبره نمونې يې زيمبابوې او سويلي افريقا ته استول سوي چې وروسته به جوته سې چې ايا د فيلانو د مرګ لامل کرونا وېروس دی که کوم بل افت يا حيوان.
یاران uncategorized 232 په افريقا کې ۲۷۵ فيلان په ناڅاپي ډول مړه سوي.
بوټسوانا کې کابو ۱۳۰۰۰۰ فيلان لري چې د ټولې افريقا دريمه برخه جوړوي.

1 Comment

Comments are closed.