ژباړه: نسیمه محمدي
آرام کېنه او سترګې دې پټې کړه، خپلو هیلو ته سوچ وکړه؛ فکر او سوچ کول دې وجود کې د شور او غوغا احساس ټوکوي. اوس آرام، آرام سترګې پرانیزه او خپل شاوخوا چاپېریال ته وګوره.
په هغه موقعیت کې چې ته پکې یې، په ماضي کې ستا هیله وه؛ که د خپل اوسني موقف او حالت څخه ناراضه یې، څوک یې مسؤل نه دی او……
دې ته ورته جملې مو ډېرې اورېدلي او له مخکې ډېر نارامه، یې. تکراري بڼې ته دې دوام ورکړې؛ ځکه ناچاره یې، ندې شو کولی د یو مطلب په لوستلو د مثبتو افکارو سره په یو ځلي عملي او ځانګړې لارې چارې په ذهن کې وګرځوې.
کلونه دې هیله درولوده بدلون وکړي، او له ټولو مهمه دا چې نورهم دا بدلون وویني او خپلو کړو وړو ته بدلون ورکړي. دا ټول د دې لامل شوي تر څو په زړه کې، ځان ورټې، د نورو ګناه په خپله غاړه واخلې او د دې جملې سره چې: بیا مې تېروتنه وکړه، هغه څه چې پېښ شوي ونه بښې. انګېزې دې د ټولو خنډونو لرې کېدو جنډه وبولې او د نورو د نظر د تایید لپاره ځان پړ وګڼې.
څنګه امکان لري نور له ګناه او خطا پاک او ځان ګناهګار او بې ارزښته تشخیص کړې. ته د مهربانۍ سرچینه یې، ته هر هغه څه چې په رشتیا مینه ورسره لرې لاس ته راوړې، باید باور ولرې چې ارزښتمن یې او ځان سره مینه ولرې.
ظاهري ماته دې د دې لپاره وه چې ته خپله نه وې او هغه چاته ورته وې چې نورو خوښول او منل یې، وې. له ځان څخه د واقعي وړتیا او موقعیت په کچه توقع ولره، د باطني بې ځایه خبرو پر ځای، په آرامۍ سره نظر کې ونیسه، چې غوره خوځښت ستا لپاره څه دی؟؟!
د کومو خلکو مرسته غوښتې شې او د کومو خلکو لارښونې ګټورې دي؟ کومه لار، تا هدف ته نېژدې کوي؟ صادقانه اړیکه، غوښتنه او مرسته ښه وګڼه، مګر په نورو له تکیه کولو څخه ډډه وکړه او ډاډه اوسه ورسته به په مینې، خېر غوښتنې سره د نورو لاس نیوی وکړې. د هغه کړو اپوټه چې تر اوسه دې درلودل، عملي تر سره کړه تر څو نه خوښوونکې تجربې تکرار نشي.
ستا ژوند، تا پورې تړلی دی
ځان سره وعده وکړه چې نور بهانې ګوښه کړې، له حکم چلولو لاس واخله، که تکل لرې بدلون وکړې، پر خپلو ډېر بدرنګه عادتونو غلبه وکړه.
څوک چې باید مرسته در سره وکړي او تا په ټول وجود سره درک کړي او ستا اړتیاوې او وړتیاوې وپېژني، ته په خپله یې.
خوښ اوسېدل او پرمختګ کول، د خطر سره په اړیکه کې دي، که په غېر واقعي استعداد او پوهې تظاهر وکړې، همداسې په کوم موقعیت کې چې اوس تا ځوروي پاتې به شې او د انتقاد ګوته به مو تل د نورو لور ته نښه نیولي وي.وده دې محدودوي او مجبور به اوسئ په حسرت سره ژوند ته وګورئ.
بښنه زده کړه تر څو وړاندې لاړ شې، مینه وکړه تر څو یوازې پاتې نشې، د نورو د ژوند په اړه قضاوت مه کوه تر څو د هغوی له انتقادونو آسوده پاتې شې.
خپلو کمالاتو ته د جلوې ورکولو پر ځای، خپل عېبونه لرې کړه تر څو ځان او نور په ښه توګه وبښې.
درک کړه چې ډېر وخت د ځای په ځای کولو لپاره له لاسه ورنکړې، یو ځل چې هم وي، د لنډ وخت لپاره د خپلو داخلي څپو خلاف اوسئ.
کله هم نوي بدلونونه، بحران ته اړ وي او دا د دې لامل کېږي د نوی تجربې سره مخ شې.
په ځان باور ولره، اړتیاوو سره دې ریښتینی اوسه، ډاډه او واړه ګامونه دې په خوښۍ تر موخې رسوي او بر خلاف یې موخه لرې کوي.
اوسنۍ پایله، شاهد یوازې ناسم عادتونه وو نه بل څه. د بهانې کولو فرصت ځان ته مه ورکوه، د ژوند دا سخت او ستونزمن شرایط تا خپله پر ژوند تپلي.
ته خپله ځان له نورو ښه پېژنې، راځه لږ ډېر خپله اوسه. هېڅوک تر ټولو هوښیار نه دی، ته هم نه یې. ټنبل انسان نه یې او څوک هم ستا لپاره دا سر لیک نه لیکي.
هوساینه، سلامتي او شتمني د خاصو خلکو د نېکمرغۍ شاهین نه دی، ټول د دې الهي طرحې وړ دي، ته هم یو له دوی څخه یې نه له هغوی جلا؛ خپله اوسېدل وېره نه لري، بلکه د نورو په بڼه اوسېدل له خفګان او پښېمانۍ پرته بل څه نلري، په همدې اندازه وړتیا درلودل زده کړه.
ټول یوازې دومره کولای شي چې تر ټولو مهربان او بښونکي اوسي، کمال په مینه او عفو کې دی نه په ریاکارانه او ظاهري جلوو کې.
خپلو خوبونو ته نغمه او ساز اوسه.
او د زړه له تله ځان سره مینه ولره……