د باليووډ د ۶ مشهورو اداکارانو د بريا فيصدي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

په باليووډ سېنما کې په زرګونو نارينه او ښځينه اداکاران سته خو د ګوتو په شمېر يې ډېر مشهور دي او په نړيواله کچه مينوال لري.

په افغانستان کې له ډېر پخوا راهيسي خلک د باليووډ سېنما فلمونه ګوري، خدا ګوا،کويلا،ليلامجنون هغه فلمونه دي چې لسيزې وړاندې خلکو کتله او اوس خپلو ماشومانو ته د خپل وخت کيسې کوي.

په اوسمهال کې د باليووډ سېنما تر ټولو مشهور ستوري اجی ديوګن، ريتيک روشن ،سلمان خان ،اکشی کمار،رنبيرکپور،عامرخان او شاهرخ خان دي،چې په نړيواله کچه په ميليونونو مينوال لري خو د دوی له منځه يې بيا ځيني بېخي ډېر مشهور دي او پخپلې وړتيا سره يې هر څوک پېژني.

موږ د شپږو فلمي ستورو د بريا د فيصدۍ په اړه ږغېږو.

۱ـ شاهرخ خان

images 2021 06 06t0959287264439662668529125. د باليووډ د ۶ مشهورو اداکارانو د بريا فيصدي

شاهرخ خان د باليووډ د باچا لقب لري ،دا لقب ورسره ښايي ځکه په وروستيو څو کلونو کې يې فلمونه په پرلپسې ډول ناکامه سويدي خو خپل مقام يې ندی بايللی.

خان په نړيواله کچه دوه نيم بيليونه مينوال لري،هر هيواد کې يې دومره قدر کېږي لکه خپل کلي کي او هرڅوک يې د ليدلو تنده لري.

د شاهرخ خان د بريا سلنه په باليووډ کې ۷۶ ده چې تر بل هر اداکار لوړه ده.

۲ـ عامرخان

images 2021 06 06t1000494744463626861257382. د باليووډ د ۶ مشهورو اداکارانو د بريا فيصدي

ورپسې نوم د عامر خان راځي،عامر خان په باليووډ کې د نوښتګر ستوري لقب لري،د هر فلم کيسه په خورا دقت ګوري او بيا يې انتخابوي نو ځکه يې وروستي فلمونه په پرلپسې ډول فوق العاده بريالي سوي او پر باليووډ حکومت کوي.

عامرخان په باليووډ کې ۷۵ د بريا فيصدي لري.

۳ـ رنبیر کپور

images 2021 06 06t1001412459487170638454192. د باليووډ د ۶ مشهورو اداکارانو د بريا فيصدي

د ريشي کپور زوی رنبير کپور په اوسنيو ځوانانو کې د فلم پوهانو توجه ځانته جلب کړې،بېله دې چې د کورنۍ په ملاتړ په باليووډ کې وچلېږي خپله وړتيا يې هم ثابته کړې او ډېرښه روان دی.

رنبير کپور تر شاهرخان او عامرخان وروسته په درېيم مقام کې ځای لري او د بريا فيصدي يې ۶۳ ده.

۴ـ ريتېک روشن

images 2021 06 06t1002153132679662129985836. د باليووډ د ۶ مشهورو اداکارانو د بريا فيصدي

ريتيک روشن چې لومړنی فلم يې کهونا پيارهې دی،جذابه څېره لري او څوځلې يې د نړۍ د ښايسته فلمي ستورې جايزه هم ګټلې ده،د بريا په فيصدۍ کې څلورم ځای لري.

په باليووډ کې د ريتيک د بريا فيصدي ۵۲ ده.

۵ـ سلمان خان

images 2021 06 06t1000108764803019344157702. د باليووډ د ۶ مشهورو اداکارانو د بريا فيصدي

سلمان خان چې ډېری کسان يې د بدن د جوړښت او مجردۍ په خاطر خوښوي،هندوان ورته په بهای جان وايي.

تېرې نام فلم که چا ليدلی نه وي نوم به يې حتمي ځيني اورېدلی وي ځکه په هماغه فلم کې د سلمان خان د وېښتيانو سټايل خورا مشهور سو چې لايې هم ځيني ځوانان هماغسي جوړوي.

په باليووډ کې د سلمان خان د بريا فيصدي ۴۹ ده.

۶ـ اکشی کمار

images 2021 06 06t1001188255881829744321229. د باليووډ د ۶ مشهورو اداکارانو د بريا فيصدي

د باليووډ کيلاړي ،اکشی کمار چې هرکال تر بل هر لوبغاړي ډېر فلمونو جوړوي ،داسي کلونه هم راغلي چې څلور فلمونه يې پکښې ريلېز سوي وي.

اکشی په نوييمه لسيزه کې د سنيل شټي ښه جوړه وه خو لا يې هم خپل نوم او وړتيا ساتلې او د مينوالو تنده خړوبوي.

په باليووډ کې د اکشي کمار د بريا فيصدي ۳۵ ده.

جان ابراهيم،رنويرسينګ،ټايګر شروف،اجی ديوګن او ځيني نور نارينه اداکاران هم سته چې ډېر مينوال لري خو د بريا فيصدي يې د توجه وړ نده.