د بریا پنځه لارې

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
بریالي کسان هېڅکله فرصتونو ته په تمه نه پاتې کېږي، بلکې فرصتونه را منځته کوي، د دې لپاره، چې هغوی په بشپړه توګه په دې موضوع باندې پوهېږي، چې څه ډول ژوند یې خوښېږي، چې جوړ یې کړي.
۱ ـــ پیل وکړئ
کله وخت یوازې د بریالیو او ناکامو کسانو ترمنځ توپیر دا وي، چې بریالي کسان دا زړورتیا لري، چې پیل وکړي او مخ پر وړاندې حرکت وکړي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.
۲ ـــ فرصتونه رامنځته کړئ او فرصتونه له منځه مه وړئ
بریالی کسان هېڅکله فرصتونو ته په تمه نه کېني، بلکې فرصتونه رامنځته کوي، د دې لپاره، چې په دې موضوع باندې په بشپړه توګه پوهېږي، چې خپل ژوند څنګه جوړ کړي، همدا چې تاسو خپله لاره او موخه مشخصه کړه، نو په پایله کې فرصت به تجربه کړئ او له تاسو سره به مرسته وکړي، چې مخ پر وړاندې حرکت وکړئ.
۳ ـــ د لارې د پیل له ستونزو څخه مه وېرېږئ
ډېری کسان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، د اړینو وړتیاوو د نه لرلو له امله، له پرمختګ سره مینه او لېوالتیا نه لري، خو کله چې موږ کوم کار پیلوو، نو په هره برخه کې پوهه او تجربه لرو. تل کله چې کوم کار پیلوو، نو په پیل کې لږ د سر درګمۍ او نه وړتیا احساس کوو او د ترسره کولو په لړ کې یې، تجربه ترلاسه کوو او ورو ـــ ورو په ځان باندې باور مو زیاتېږي. کله چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، خپله وړتیا، پوهه او تجربه زیاتوو، هرڅومره، چې هغو ته د رسېدو چټکتیا لوړه شي، نو په ډېرې چټکتیا سره او د هغو د ترلاسه کولو په لور به حرکت وکړو.
۴ ـــ مسؤولیت منونکي واوسئ
رهبري یانې پایلې ته د رسېدو وړتیا. تاسو هغه مهال پایلې ته رسېږئ، چې د خپل کار مسؤولیت پر غاړه واخلئ. د خپلو کارونو د رهبرۍ مسؤولیت په منلو سره، په دې باندې توانېږئ، ترڅو مخ پر وړاندې حرکت او عمل وکړئ. کله چې له خپل کار او ګټې څخه راضي او خوشاله نه یاست، که کېنئ او د بدلون لپاره یې پروګرام جوړ کړئ او وروسته خپل پروګرام ته د عمل جام ور واغواندئ، پرته له دې، چې د نورو د موافقې او اجازې په تمه کېنئ، نو تاسو په بشپړه توګه د یوه رهبر په څېر کړنې ترسره کړې دي.
۵ ـــ ټینګار ولرئ
ستاسو او د هر یوې موخې ترمنځ مو ستونزې شتون لري، هرڅومره مو چې موخه ستره وي، نو په هماغه اندازه مو ستونزې هم سترې دي. کله چې تاسو د یوه کار د ترسره کولو تصمیم ونیوه، نو باید ځان له هغو ستونزو، سختیو او ننګونو سره د مخامخ کېدو لپاره چمتو کړئ، کومې چې ستاسو له پروګرام څخه بهر رامنځته کېږي. کله وخت یوازې هغه ارزښتمنه پانګه، چې تاسو به یې د نورو په پرتله ولرئ، داده، چې دوام ورکړئ او د خپل کار په ترسره کولو باندې ټینګار وکړئ، کله چې خپلې شاوخوا ته وګورئ، نو وبه وینئ، چې ټولې موخې د ټینګار او دوام ورکولو له لارې پایلې ته رسېږي. داسې ښځینه او نارینه به ووینئ، چې په ستونزو او سختیو باندې د غلبه کولو لپاره، په هڅه کې دي او د دې ټولو هڅو کوښښونو له امله به هغو څیزونو ته لاسرسی پیدا کړي، چې د دوی لپاره ډېر زیات ارزښت لري.