ژباړه: مریم شریفي
کله کله درته پوښتنه پیدا کېږي چې ولې تر اوسه پورې ښه ژوند او د کمال درجې ته نه یاست رسېدلي او یا نه یاست نېږدې شوي؟ ښکاره خبره ده منفي افکارو او وېرې له دې کاروانه پاتې کړې یاست. هغه افکار دا دي: زه یې نه شم کولی، وړتیا یې نه لرم او زه یې ارزښت نه لرم. تاسو تل په خپلو تېروتنو او نیمګړتیاو تمرکز کړی دی.
د الوت او بریا په موخه مو ځان او ذهن دویم ځلي پروګرام او ورغاوی. ځان د منفي افکارو له شره خلاص کړئ. هره ورځ دغه خبرې تکرار کړئ، تمرکز پرې وکړئ او په عمل کې یې ثبات کړئ: زه باید د وجود د ننه انسان ازاد کړم، زه له سلطنتي کورنۍ یم او زه یوه لوی اتل یم. زه پوره ډاډه یم چې همدا نن به تکمال ته د رسېدو لپاره ستاسو لومړنۍ ورځ وي. بدلون به مو له همدې نن څخه پیلېږي، ښه تیاری ورته ونیسئ.
داسې وړتیاوې به مو را وسپړل شي چې له دې مخکې ان تاسو خپله ترې ناخبره وی. په ذهن کې به مو د منفي افکارو سنګرونه را ونړېږي او د یوه نوي، تازه، بریالي او خوښ ژوند پر لوري به ګامونه اخلئ. کېدای شي لومړی مو یو وزر له پوټکي راووځي، دا ډېره ښه ده. په دې هم پوه شی چې خدای پاک هېڅ کله هم نه غواړي چې تاسو د یوه خنثی چینجي په څېر په خپله پېله (پوټکي) کې وچ شی او له منځه ولاړ شی. خدای پاک تاسو ددې لپاره نه یاست پیدا کړي چې په کونوړیو ولاړ شی، خدای پاک تاسو الوت لپاره پیدا کړي یاست او ددې لپاره یې پیدا کړي یاست چې د خپلې روښانه راتلونکې لپاره استوار او ګړندي ګامونه اوچت کړی. اوس ددې وخت را رسېدلی چې بل وزر مو هم له پېلې (پوټوکي) را وباسی. په ښوو افکارو تمرکز ته ادامه ورکړی. که مو د ذهن بیا روغاونه پیل کړه او هغه مو له هغه څه سره همغږي کړل چې خدای پاک ستاسو په اړه ویلي ځان به مو په کامل ډول له پېلې ایستلی وي او ازاد کړی وي.
تاسو د وړتیا څښتنان یاست، تاسو منظم یاست او تاسو بې عیبه یاست. زه ډاډه یم او اعلان کوم چې ستاسو دوجود پادشاه د را وتو او ویښېدو په حال کې دی. باز مو د پرواز په حال کې دی، د وجود شاه پرک مو له پېلې څخه د راوتو په حال کې دی. له دې وروسته به تاسو هغه څوک نه یاست چې اوس یی، بلکې تکمال به وکړی. داسې ځای ته به الوت وکړی چې له دې مخکې نه وی ورغلي. دې ځای ته به له ایمان سره ور رسېږی.