لیکنه: ملیحه ناصري
مطالعه کتنې او لوستلو ته وایي. د یو شي, یو کار, یو شخص او یوه ځای د وضعیت د څرنګوالي کتنه, د کتاب, چاپی یا ناچاپه اثارو لوستلو ته مطالعه وایي. کله چې د یوه شي په اړه سوچ کېږي , په غور او ځیر ورته کتل کېږي, د هغه د اصلي محتوا او پیغام په اړه تفکر ته هم مطالعه وایي؛ مثلا: پلانی مې ښه مطالعه کړی, خورا بد خویه دی . یا پلانی کتاب مې ولوست , ډېر خوندور وو….
دلته غواړو د اغېزناکې مطالعې په اړه څو ټکو ته نغوته ( اشاره) وکړو ؛ څو مطالعه مو دقیقه او پر ځای وي.
یو/ د کتاب ټاکل:
هڅه وکړئ د مطالعې په پار داسې کتاب غوره کړئ چې لوستل یې ګتور وي. سره له دې چې د کتاب د پوښ له مخې یې پر محتوا پرېکړه نه کېږي ؛ خو سرلیک یې څه نا څه پیغام لېږدوي. کله مو چې کتاب اخیسته لومړی یې ښه واړوئ راواړوئ چې په مطالعه ارزي که نه.
دویم / د بل چا په سپارښتنه کتاب مه اخلئ!
کله مو چې کوم ملګري درته وویل چې پلانی کتاب اخلم, پیسې راکړه درته رایې وړم, دا کار مه کوئ ؛ ځکه ذوقونه مختلف وي, د چا به سیاسي کتاب خوښ وي, د چا مینه ییز ….
درېیم / مناسب چاپیریال:
د مطالعې په پار د مناسب چاپېریال موندل اړین دي . مطالعه مو چې کوله داسې ځای کې مه کینئ: چې غامغال وي پکې, ګڼه ګوڼه وي, یا هم کوټه تیت و پرک وي ؛ ځکه چې د کوټې تیتوالی ستاسو پام ځان ته اړوي, که لږ سلیقه هم ولرئ ؛ نو زړه مو ورته تنګېږي, مجبور پاکولو ته پیل وکړئ او مطالعه نیمه پاتې شي . ښه ده چې شاوخوا منظمه شي بیا مطالعه پیل کړئ.
بل دا چې که د یخنۍ موسم و ؛ نو هڅه وکړئ توده خونه کې کېنئ یا هم تودې جامې او نور د اغوستو شیان برابر کړئ , څو د مطالعې پر وخت مو یخ ونه رېږدوي.
څلورم/ که مینه کې مات شوي یاست:
که چېرې په مینه کې ناکام شوي یاست, هڅه وکړئ د مینه ییزو کتابونو ( ناولونو, لنډو کیسو …) خواته ورنه شئ !
هغه کتابونه مه لولئ چې محتوا یې پر مینه راڅرخي ؛ ځکه په یو ډول نه په یو ډول ستاسو خپله کیسه دریادوي او رواني ستونزې درته جوړوي.
پینځم / هغه کتاب ولولئ چې د ژوند درسونه پکې وي:
هڅه وکړئ چې د ژوند جوړولو او ذهني نارامۍ د له مینځه وړلو په پار داسې کتابونه وپېرئ چې د ژوند د بدلانه, مثبت فکر, اروایي ارامۍ په اړه لیکل شوي وي ؛ چېرې ذهین هم یاست ؛ خو تجربې اختلافي وي او باید سره شریکې شي.
شپږم / په لوږه او تنده مطالعه مه کوئ!
مطالعه په داسې وخت کې وکړئ چې اشتها مو نه وه ( ماړه وئ) , یا هم د ناڅاپي لوږې بندوبست وکړئ ؛ همداسې د تندې غمه هم وخورئ. که روغ رمټ یاست د مطالعې پر وخت له خوراک څښاکه ډډه وکړئ, که د معدې ناروغي لرئ ؛ نو ښه ده چې پورتنۍ خبرې عملي کړئ.
اووم / فکر او ذهن مو راغونډ کړئ!
د مطالعې پر وخت باید ذهناً او فکراً په کتاب کې وئ ؛ ځکه تیت و پرک فکر مو سردرد کوي او مطالعه هم اغېزناکه نه وي. ټول تمرکز پر هغه څه وکړئ چې لولئ یې.
اتم / سندرې مه اورئ!
مطالعه مو چې کوله غوږکۍ ایسته کړئ, سندرې مه اورئ ؛ ځینې کسان شته چې هم مطالعه کوي هم اوږې ښوروي. داسې مطالعه هېڅ اغېز نه پرېباسي.
نهم / تلویزیون باید ګول وي :
مطالعه مو چې کوله یا تلویزیون ګول کړئ یا هم داسې خونه کې مطالعه وکړئ چې هلته تلویزیون نه وي. که سترګې مو تلویزیون ته نیولې وي او لاس کې مو کتاب وي, وخت مو ضایع کېږي بس.
لسم / د مطالعې په پار د مناسب وخت ټاکل:
د مطالعې په پار باید وخت ځانګړئ شي. کولی شئ د شپې ناوخته یا سهار وخته مطالعه وکړئ ؛ ځکه دې دوو وختونو کې حافظه اپډېټ ( تازه) وي او مالومات ژر اخیستی شي.
یوولسم / مینه ییز داستانونه د شپې ناوخته مه لولئ!
د شپې ناوخته د مطلق سکون او ارامتیا وخت وي ؛ نو که تاسو مینه ییز داستان ولولئ, احساسات مو ژر راپارېږي, کېدی شي د غمجنې پېښې په لوستو خواشیني شئ او خپګان د اروایي تعادل د ګډوډۍ لامل ګرځي.
دولسم / اونۍ کې حتماً یو کتاب لولئ !
له هرې مطالعې وروسته یوه نوې تجربه کسب کېږي , نوې خبره زده کېږي او راتلونکي لپاره ښه پلانونه جوړېدی شي. هره اونۍ کې د یوه کتاب په لوستو سره مو د پوهې کچه ډېرېږي.
دیارلسم / مطالعه او اړیکې:
مطالعه او اړیکې یو ځای پر مخ بوځئ . ځینې کسان دومره په مطالعه کې ورک وي چې کله سر راپورته کړي ځان یوازې ویني . هم مطالعه کوئ , هم اړیکې وپالئ ؛ ځکه ډېره مطالعه او لږ اړیکې ښه نه وي . ورو ورو مو د ګووښه توب خواته بیایي. داسې نه چې څو ورځې وروسته یو ملګری ووینئ, د ستړي مشي په پار مازې لاس وښوروئ او بېرته پر کتاب ورڅملئ.
څورلسم / مثبت اخذ :
کله مو چې مطالعه کوله, یوازې د ذوق خړوبولو په پار یې مه کوئ. تر هرې مطالعې وروسته حد اقل دوې دقیقې غور وکړئ چې څه مې ولوستل, ولې مې ولوستل او څه مې زده کړل.
پینځه لسم / یاداښت واخلئ!
که مو سافټ مواد لوستل, اړین ټکي ترې ولیکئ ؛ که مو چاپي یا هارډ اثر لوسته , تر مهمو پېښو یا خبرو لاندې کرښه وباسئ. چې پکار مو شول, سرګردانه به نه وئ, مستقیم به یاداښتونو ته مراجعه وکړئ.