ژباړه: عطا محمد میاخېل
یوه پاچا دوه شاهینه د ډالۍ په توګه تر لاسه کړل، هغه یې د دربار د الوتونکو روزونکي ته وسپارل، ترڅو یې د ښکار د مراسمو له پاره وروزي.
یوه میاشت وروسته روزنکی پاچا ته راغی او ورته وې ویل: یو له شاهینونو څخه روزل شوی او د ښکار له پاره چمتو دی، خو نه پوهېږم، چې په هغه بل شاهین باندې څه شوي دي، چې له همغې لومړۍ ورځې څخه په یوه ښاخ باندې ناست دی، هېڅ نه ښورېږي، دې موضوع پاچا د فکرونو په سمندر لاهو کړ او امر یې وکړ، چې د دربار ډاکټران مشاورین لاس په کار شي، ترڅو شاهین والوزي، خو یوه هم هېڅ ونه شو کړای.
بله ورځ پاچا امر وکړ، چې ټولو خلکو ته دې خبر ورکړل شي، که چېرې کوم چا وکړای شول، چې شاهین والوزوي، نو د پاچا له لوري به یوه ښکلې ډالۍ تر لاسه کړي. بله ورځ پاچا ولیدل، چې دویم شاهین هم په ډېرې چټکۍ په بڼ کې د الوتنې په حال کې دی. پاچا امر وکړ، ترڅو هغه کس ده ته راولي، کوم چې شاهین ته یې الوتنه ورکړې ده، درباریانو یو بېوزله بزرګر پاچا ته راوست او وې ویل: دا سړی دی، چې شاهین ته یې الوتنې ورکړې ده پاچا پوښتنه وکړه: تاسو شاهین ته الوتنه ورکړې ده؟ څنګه دې دا کار وکړ؟ جادوګر خو به نه یې؟
بزګر چې ډېر زیات وېرېدلی و، وې ویل: پاچا صیب! ډېر آسانه کار و، ما یوازې هغه ښاخ غوڅ کړ، په کوم باندې چې شاهین ناست و، شاهین پوه شو، چې وزرونه لري، نو الوتنه یې پیل کړه.
یادونه: د وېرې هغه ښاخونه، چې پورې نښتي یاست غوڅ کړئ او ځان د الوتنې له پاره آزاد کړئ .