دا لارې له روحي فشارونو سره په مقابله کې مرسته کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه راټولونه: مریم محمدي
انديښنې او یا روحي فشارونه د انسان له ژوند سره یوه طبیعي برخه ګڼل کېږي.
ځیني خلک د روحي فشار تر اغیزې لاندی راځي، د ژوند خوښي له لاسه ورکوي او ورځنۍ چارې یې د خنډ سره مخامخ کېږي.
ارواپوهان وايي روحي فشارونه داسې یو ناروغۍ نه ده چې د هغه د درملنې لپاره له درملو کار واخلئ، بلکې کولای شي چې خپله یې مخنیوی وکړئ.
د دغه لس حقیقتونو په منلو سره کولای شئ چې له اندیښنو ځان خلاص کړئ:
۱- هوسا او خوښ ژوند لپاره پر الله تعالی توکل وکړئ، د ژوند ټولې چارې مو هغه ته وسپارئ تاسو یوازې کار او هڅه کوئ پایلې یې خدای(ج) ته پرېږدئ.
۲- هر هغه څه چې تاسو یې په اوس وخت کې لرئ، پرې شکر وکړئ، او دا ومنئ چې ډېر خلک دا له خدای(ج) نه په ژړا او دعا غواړي.
۳- دا اومنئ چې ښه انسان هغه نه دی چې د پاک زړه او صاف نیت خاوند وي، ښه انسان هغه دی چې خدای(ج) په رضا پسې ځي. کله چې په هر څه کې د الله راضا ته وګورئ نو روح به مو خپله سکون پیدا کړي.
۴- دا مه هیروئ، عمر دومره اوږد نه دی چې خاصو ورځو ته انتظار شئ، ښه ده چې د ژوند له هرې شیبې مو خوند واخلئ.
۵- دا یو منل شوی حقیقت دی، چې په ژوند باور نشته، هېڅ دوست او ملګری مو مه خپه کوئ او له ځانه یې مه بېلوئ.
۶- د ژوند یوه شېبه مو د بلې په څېر نه ده، اوس وخت له تېر وخت سره ډېر توپیر لري، اوس تر پخوا ښکلی دی پدې شرط چې د اوس په اړه مو تصویر ښه وي.
۷- ستاسو زړه ډېرې دندې لري خو اصلي دنده یې مینه، محبت او عاطفه ده، له اندیښنو نه د خلاصون لپاره په کارده چې له یو بل سره مینه وکړئ، د نورو خوښي د ځان خوښي وګنئ.
۸- له مور، پلار، مېرمنې\خاوند، وروڼو، خویندو، خپلوانو او دوستانو سره مو وخاندئ، هغوی ته مینه ورکړئ او احترام یې وکړئ حتا که هغوی مو په قدر هم نه پوهیږي، ښايي یوه ورځ مو ترڅنګ نه وي.
۹- زړه مو په ټول وجود کې یوه پاکه او ظریفه ټوټه ده، په ګناهونو یې مه توروئ.
۱۰- دنیا تل تر تله نه ده عقایدو ته احترام ولرئ او د زړه دروازې مو د نیکو پرمخ پرانیزئ.