مبارزه؛ بریالی انسان هېڅکله ستونزو ته نه تسلیمېږي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: ملیحه ناصري

د ژوند په هر پړاو کې انسان له وړو او غټو ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږي. ځينې یې له ډبوونکو خړو اوبو وتلی شئ؛ خو ځينې کسان بند پکې پاتې وي.
د بریا راز همدا دی چې د هرې ستونزې پر وړاندې خپل ذهني ارامښت ونه بایلو. لومړنی شرط دلته ذهني ارامښت دی. که دا نه وي، د زړه ټکان ډېرېږي، سر درد پیدا کوي، لاس او پښې لړزېږي، رنګ تک سور اوړي، مهمه دا چې د فکر کولو او حللارې سنجولو لاره له سړي ورکه شي.
کامیاب انسان هغه دی چې خپل احساسات تر څار لاندې ولري، کنټرول یې کړي، داسې نه چې احساسات یې دی په خپله قبضه کې وساتي. د ستونزو پر وخت په سړه وینه کار کول او عکس العمل ښودل د بریا او راحتۍ پیلامه ده. ښايي په کاري چاپېریال کې مو د سندونو په چمتو کولو کې د ۳۰ پر ځای ۲۰ لیکي وي، د ۱۰۰۰۰ پر ځای مو ۱۰۰۰ لیکلي وي، دا ټایپي ستونزې د رییس پر وړاندې سړی شرموي، د دندې بې مسوولیتي یې ښيي؛ خو دا یوازې تېروتنه ده. موږ باید دا همت ولرو چې د تېروتنې پر وړاندې د تېروتنې په څېر چلن وکړو، نه د ګناه غوندې چې ځان تل پړ وګڼو.
که د ستونزو پر مهال مو لاس و پښې ورک کړل، وارخطا شوئ، بد حس مو وکړ، خپه شوئ او سخت سټرېس مو پیدا کړ، یوازې همدومره پوښتنه له ځانه وکړئ چې ښه، که وشي څه به وشي؟
پنځه کاله وروسته به هم په همدې دریځ کې یم!؟
نه! تېروتنې مو ومنئ؛ خو ځان هېڅکله مه بایلئ، ستونزو ته حللاره په ارامو ماغرو ولټوئ، وینه مو سړه ساتئ. پرله پسې همدا وایئ چې دا هم تېرېږي.
ځينې وخت کلیشه‌یي خبرې هم سړی اراموي. ډېره به مو اورېدلي وي چې که خدای یو ور درباندې بند کړي، بل خلاصوي. دا رښتیا ده، هېڅکله خدای ظالم نه دی. د هرې سختۍ اجر درکوي، څه په دنیا او څه په اخرت کې، مهمه دا ده چې تاسو خپله هیله‌مندي ونه بایلئ.
د تاریخ بریالي کسان هغه وو چې په ستونزو کې یې سړښت حفظ کړی او په سختیو کې یې همت نه دی بایللی.
توکل وکړئ، صبر وکړئ، مهرباني مه هېروئ، ځان ځواکمن وانځوروئ، څو وکولی شئ هغه ستونزې مهار کړئ.