ژباړه: عطا محمد میاخېل
ـــ آزادي ډالۍ او سوغات نه ده او پرته له شکه بې مسؤولیته او ځان پالونکي خلک آزادي نه لري.
ـــ ستر زیان یوازېتوب دی.
ـــ پیسې او پانګه په نارامه او نا امنه هېواد کې ځای نه لري.
ـــ هغه څوک، چې ژبه یې له فکره وړاندې خوځېږي، تل باید د نویو دوستانو په لټه کې وي.
ـــ په ژوند کې یوازې هغه وختونه را ته ارزښتمن دي، چې یوه موخه څارم.
ـــ زور واکي ډېر پرېښانه او بد خوبونه ویني.
ـــ تر کله، چې له خپل غوره والي څخه خبره کوې، نو نه لیدل کېږې.
ـــ یوازې مور او پلار د خپل اولاد غوښتنې پرته له کومې تمې پوره کوي.
ـــ کوم کسان، چې په پرله پسې توګه له خپل دښمن څخه یادونه کوي، په ناخبره توګه یې ستروي.
ـــ په انسانیت باندې مئینېدل، په انسان باندې له مئینېدلو څخه ډېر ارزښت لري.
ـــ هغه انسانان، چې له نورو سره رښتیني نه دي، له خپل ځان سره هم همداسې دي.
ـــ د نورو له حقونو څخه ملاتړ، له خپلو حقونو څخه د ملاتړ په مانا دی.
ـــ له جدایۍ څخه وېره، جدایي را منځته کوي.
ـــ تر ټولو بښونکي انسانان هغه دي، چې د ناهیلو کسان په زړه کې د هیلې تخم کري.
ـــ هغه کسان، چې د خپل مقام او څوکۍ له لاسه ورکولو څخه وېره لري، نو تل چیغې وهي.
ـــ ستر سیاستمدار د نړۍ په هېڅ ځای کې د خپل هېواد وګړي نه هېروي او تل ترې ملاتړ کوي.
ـــ ښکلا په مهرباني کې ده.
ـــ تر ټولو سپېڅلې هیلې، د مهربانو کسانو په سینه کې دي.
ـــ پرته له کومې تمې مهربان واوسه.
ـــ د سترو هیلو په لور د ګام پورته کولو پرمهال، یوازې د خپلو وړتیاوو په اړه فکر وکړه.
ـــ هېڅوک او هېڅ څیز نه شي کولای، چې زموږ د پرمختګ او حرکت مخه ونیسي.
ـــ هېڅ هیله به له هڅې او څېړنې پرته پوره نه شي.
ـــ کوچني فکرونه سترو هیلو ته د رسېدو وړتیا نه لري.
ـــ سمې او جوړونکې ټاکنې، د یوه هېواد د دردونو لومړني درمل دي.
ـــ آزادې ټاکنې د خلکو د هېڅ یوه باور دښمنې نه دي.