سترګې مو کوم رنګ لري؟ دلته یې د رنګ پر اساس خپل شخصیت معلوم کړئ

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
سترګې مو کوم رنګ لري؟ ریښتیا ووايئ! وروسته بیا د خپلو سترګو رنګ ته په کتو وګورئ چې څه ډول شخصیت لرئ.
په دې لیکنه کې د سترګو له رنګ نه د انسان شخصیت د ارواپوهنې له لارې معلومولی شئ:
۱- شنې سترګې چې لږ تور ته نږدې وي
48b65dff 4141 4a2a a02c 299488199088 سترګې مو کوم رنګ لري؟ دلته یې د رنګ پر اساس خپل شخصیت معلوم کړئ
د شنو سترګو نښه د ځوانۍ ده، هغه کسان چې شنې سترګې لري، هر ځای ته چې لاړ شي له ځان سره ښکلا او خوشالي وړي.
د یاد رنګ سترګې لرونکي خلک، ډیر ارام، مګر تیز او هوښیار دي، تل غواړي، له مشهورو خلک سره راکړه ورکړه ولري، همدارنګه په ژوند کې پیسو ته ډیر ارزښت ورکوي.
۲ – قهويي رنګ لرونکي سترګې
lashes e1433935357622 سترګې مو کوم رنګ لري؟ دلته یې د رنګ پر اساس خپل شخصیت معلوم کړئ
قهويي یا هم جیګري رنګه سترګې د نړۍ معمول سترګې دي، ځکه په سلو کې د ۵۵ فیصده خلکو د سترګو رنګ قهويي دی.
که چیرې تاسو د قهويي سترګو لرونکي یاست، اوس به ډېر ویاړئ، هغه کسان چې دا رنګ سترګې لري، ډير مهربانه دي، د سترګو قهويي رنګ د دې نښه هم ده چې په خپل نفس ډېر باور لري، په همدې حال کې ډير ساده او عاجز خلک دي. قهويي سترګې خلک مینه ناک او وفاداره دي، دا خلک ډېر کامیابه رهبران هم دي، په کوم ځای کې چې کار کوي هلته فساد او نشه یي موادو ته ځای نه ورکوي. د یاد رنګ سترګې لرونکي خلک په فکري او فزیکي لحاظ ډیر قدرتمند دي.
۳- تکې شنې ( روښانه شنې سترګې)
3cfd0c6f9da455cf3ffefe700fd6f3a9 سترګې مو کوم رنګ لري؟ دلته یې د رنګ پر اساس خپل شخصیت معلوم کړئ
په نړۍ کې تر ټولو کمیابه رنګ، هغه د روښانه شنو سترګو دی. ډير خلک په دې فکر دي چې شنې سترکي خلک ډير جنګي او شراندازه دي، یا هم وايي چې شنې سترګي بې دلیله غوسه کوي او خپل غوسه نشي کنټرولولی، خو دا ټول فکرونه غلط دي، په حقیقت کې دوی ډېر مهربانه دي، خپله غوسه په ښه توګه کنټرولوي، همدارنګ ډېر نرم خویه او قاطع فکر لرونکي دي.
۴ – ابي سترګې
110128764420967455311173732471638138110 سترګې مو کوم رنګ لري؟ دلته یې د رنګ پر اساس خپل شخصیت معلوم کړئ
د نړۍ دویم رنګ چې معمول دی، هغه ابي سترګې دي. ویل کیږي د ابي سترګو لرونکي خلک د نورو په پرتله ډېر له درد او غم سره مبارزه کولای شي.
دوی ډير قوي او مبارز خلک دي، چې کولای شي چې په ژوند کې ناخوالې د ډیر وخت لپاره تحمل کړي. کله چې له نورو سره خبرې کوي ډير خوښونکي وي، مقابل لوری یې له خبرو نه ستړی کيږي.
۵- تورې سترګې
thumb HamMihan 201513859070736011462197480.8218 سترګې مو کوم رنګ لري؟ دلته یې د رنګ پر اساس خپل شخصیت معلوم کړئ
د تکو تورو سترګو رنګ درلودونکي کسان ډېر کم دي او هغه کسان چې تورې سترګې لري، ډېر د باور وړ دي.
تورو سترګو لرونکي خلک همدارنګه ډېر د مسوولیت احساس لري. دا کسان راز ساتلونکي دي، د تورو سترګو درلودونکي کسان په خپلو ملګرو بد ګومانه کیږي، خو کله یې چې له چا سره ملګرتیا شوه، نو بیا د ژوند تر پایه پورې ورسره وفادار پاتې کیږي.
۵- خړې یا خاکستري سترګي
125598 995 سترګې مو کوم رنګ لري؟ دلته یې د رنګ پر اساس خپل شخصیت معلوم کړئ
هغه خلک چې خاکستري سترګې لري، دوی په هر کار کې زړه نا زړه وي، منطقي تصمیم نشي نیولی، خو د عمل په وخت کې ډیر قدرتمند دي.