لیکنه: بهار سمسور
وروسته تر هغې چې ځوان ویکټ ساتونکي توپ وهونکي اکرام اکرام علیخېل وړمه ورځ په نړیوال جام کې د ویسټینډیز د چټکو توپ اچونکو خلاف بهترینه لوبه/توپ وهنه وکړه، د کریکټ مبصرینو یې استعداد وستایه او نوموړی یې د افغانستان د کریکټ راتلونکي کې ستر نوم یاد کړ.
اوس د کریکټ معتبرې ویب پاڼې اي اېن پي اېس کریکنفو د نوموړي پر لوبې او د افغانستان لپاره د اکرام پر روښانه راتلونکي تبصره خپره کړې ده.
ویب پاڼه لیکي؛ اکرام تر دې مخکې په ټاپ ارډر کې د توپ وهنې انتخاب نه و.
تر لوبې وروسته اکرام وویل،دا زما لپاره ډېره د حیرانتیا خبره وه، کله چې شهزاد زخمي شو او زه لوبډلې ته انتخاب شوم. زه له کریکټ بورډ مننه کوم.
اکرام د پاکستان خلاف هم ښه ولوبیده،هر لور ته یې د شاټ انتخاب ښه و، بیخي ښه فوټ ورک یې درلوده.
ویب پاڼه لیکي،کپتان نائب وایي، دوی د اکرام غوندې نور ځوان کریکټران هم لري، ده په نولس کلنو کې هم بیخي ښه کریکټ تر سره کړی دی. موږ دلته هم ده ته چانس ورکړ، موږ نور هم ښه لوبغاړي لرو.
اي اېن پي اېس کریکنفو د اکرام له خولې لیکي: زه لوبډلې په اتم او نهم نمبر توپ وهنې ته لیږلم. خو زه دا خوښوم چې زه په لومړي نمبر او هم په ټاپ ارډر کې توپ وهنې ته لاړ شم. دا هغه څه دي،چې ما په نولس کلنو لوبډله کې هم تر سره کړي دي.
البته دلته تر ما تکړه او تجربه کار لوبغاړي و، خو د پاکستان او ویسټینډیز خلاف د لوبډلې منیجمېنټ ماته دا چانس راکړ، چې زه په لومړي نمبر میدان ته ښکته شم. زه د سپینرانو د لوبولو لپاره لیږل شوی وم،خو روزونکي ماته وویل نن ته بابد چټک توپ اچونکي ولوبوې؛ دا زما لپاره یو چیلېنج و.
ویب پاڼه لیکي،اکرام علېخېل د افغانستان له لوري په دې لوبه کې زیاتې منډې جوړونکی و، خو په نړیوال جام کې بیا دریم ځوان لوبغاړی شو، چې په کم عمر کې نیمه سلیزه او ۸۶ منډې تر لاسه کوي.
دی د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې راتلونکی ستوری دی او کولی شي، د افغانستان لپاره سلیزې هم تر لاسه کړي.