خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان د اسام ايالت پوليسو له خلکو غوښتي چې د شاهرخ خان د سټايل په اندازه له يو بل څخه لېري و اوسېږئ.
د باليووډ باچا شاهرخ خان چې ځانته يو ځانګړی پوز لري په نړيواله کچه خورا مشهور دی او هر څوک يې خوښوي.
کله چې غېږ خلاصه ونيول سي نو په رومانټيکه نړۍ کې يوازي د ميني د باچا څېره ذهنونو ته ځي.
د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره د هري ټولني چارواکي کوښښ کوي چې دبيلابيلو لارو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي ترڅو ژوند يې وژغورل سي، او ددې وژونکي وېروس د خپرېدو مخه ونيول سي.
د هندوستان د اسام ايالت پوليسو له خلکو غوښتنه کړې چې د شاهرخ د سټايل په اندازه چې ۶ پوټه کېږي د يوبل څخه واټن ونيسي.
دوی پر خپل رسمي ټويټر اکاونټ د شاهرخ خان داسي عکس خپور کړی چې ماسک يې تړلی او پخپل سټايل کې ولاړ دی،همدارنګه د بازيګر فلم مشهور ډايلاګ يې کرونايي شکل ته اړولی،ورسره ليکلی دی.
د اسام پوليس په يوه ټويټ کې ليکي: ” ټولنيز واټن کږلای سي ژوند وژغوري، کله کله د نيږدې راتلو لپاره يوڅه لېري تلل پکار دي،هغه چې لېري ځي ،او بيرته نيږدې سي دې ته بازيګر وايي,شپږ پوټه لېري سئ او بازيګر جوړ سئ”.
Social Distancing can save lives.
Or as @iamsrk would say, "Kabhi kabhi paas aaane ke liye kuch door jaana padta hai, aur door jakar paas aane walon ko Baazigar kehte hai."
Stay Six feet apart and be a Baazigar! #SocialDistancing #IndiaFightsCorona pic.twitter.com/m7PLnZRgJW
— Assam Police (@assampolice) July 18, 2020
مالومه خبره ده چې په هند کې خلک تربل هرچا د شاهرخ خان ډېر مينوال دي او ځانګړې مينه ورسره لري، نو ځکه حکومت د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره دا ځل دا هڅه هم کړېده.