یادونه: دلته له پیله تر اوسه ټول جزیات لوستلی شئ.
د سریلنکا په مرکز کولمبو کې نن سهار په څو کلیساوو او میلمستونونو کې بمونه الوتي او درنه مرګ ژوبله يې اړولې.
تر اوسه د ۲۰ کسانو د وژل کیدو او له ۲۰۰ پورته د ټپي کیدو خبر ورکړل شوې. ویره ده، چې د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.
عینې شاهدان وايي، په ښار کې د شپږو لویو چاودنو غږونه یې اوریدلي. پولیس وايي، درې چاودنې په دریو بیلابیلو کلیساګانو او درې چاودنې نورې په دریو هوټلونو کې شوي.
نن یکشنبه د عیسویانو مذهبي ورځ ده. په دې ورځ ګڼ شمیر خلک کلیساوو ته ټولیږي. په ټولنیزو رسنیو کې ځينې خپرو شويو تصویرونو کې د کلیساوو ځمکې په وینو لړلې ښکاري.
اټکل دی، چې په وژل شویو او ټپيانو کې بهرني سیلانیان هم وي.
پولیس اوس له کلیساو او هوټلونو څخه د مړیو او زخمیانو په ویستلو بوخت دي.
دویم تعقیب؛
ځايي رسنۍ وايي شپږ چاودنې شوي، دوه عصري هوټلونه او درې کلیسا ګانو کې دا چاودنې رامنځته شوي چې تر اوسه د ۴۹ د وژل کیدو او د ۳۰۰ تنو د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوي.
همداراز د سریلنکا لومړي وزیر همدا اوس بیړنۍ غونډه رابللې.
دریم تعقیب؛
د سرلینکا د اقتصادي اصلاحاتو او عامه خدماتو وزیر دی هرشا ديسلوا په خپله تویټر پاڼه لیکلي: “دوه کلیساوو ته لاړم. مړي او ټپیان مې ولیدل. حالت بوږنوونکی دی. د بهرنیانو په ګډون ډیر وژل شوي. له کورونو مه راوځئ. ارام اوسئ.”
“په خپلو خلکو نننی بزدلانه بمي برید په کلکو ټکو غندم. له سریلنکایانو غواړم، چې د ویر په دې ډکو شیبو کې سره متحد او غښتلي اوسي.”
حکومت په دغه هیواد کې ښوونځي د دوه ورځو لپاره رخصت اعلان کړل.